نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
سپینه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو له الحاق سره مخالفت څرګند کړ.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي یو ځل بیا د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د الحاق په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخالفت تکرار کړ. دغه چارواکي د دوشنبې په ناوخته وویل: "یوه باثباته لوېدیځه غاړه اسرائیل خوندي ساتي او په سیمه کې د سولې لپاره مهمه ده
سپینه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو له الحاق سره مخالفت څرګند کړ.
سپینه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو له الحاق سره مخالفت څرګند کړ. / AP

سپینه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو له الحاق سره مخالفت څرګند کړ.

د سپینې ماڼۍ دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې اسرائیلو په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د خپل کنټرول پراخولو لپاره نوي اقدامات اعلان کړل، چې د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني ګڼل کېږي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي یو ځل بیا د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د الحاق په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخالفت تکرار کړ. دغه چارواکي د دوشنبې په ناوخته وویل: "یوه باثباته لوېدیځه غاړه اسرائیل خوندي ساتي او په سیمه کې د سولې د ترلاسه کولو لپاره د دې ادارې له هدف سره سمون لري."

دغه چارواکي د اسرائیلو د کابینې د هغې پریکړې په اړه تبصره کوله چې په لوېدیځه غاړه کې، په ځانګړې توګه په A او B سیمو کې د کنټرول پراخول غواړي؛ هغه سیمې چې د اوسلو تړون له مخې باید په بشپړ یا نسبي ډول د فلسطیني ادارې تر کنټرول لاندې وي.

د اسرائیلو د دغه اقدام په اړه د امریکا ناخوښي وروسته له هغه څرګندیږي چې تر دې وړاندې اروپا، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) او د نړۍ نورو هېوادونو پرې نیوکې کړې وې.

د ورځې په لومړیو کې د ترکیې، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو وروستي اقدامات په کلکه وغندل. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دې اقداماتو هدف "غیرقانوني اسرائیلي حاکمیت تپل، د میشت ځایونو فعالیتونه ټینګول او د فلسطیني خلکو بې ځایه کول دي."

برېتانیا هم له اسرائیلو وغوښتل چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د کنټرول پراخولو پریکړه بېرته واخلي. د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) چې مرکز یې په جده کې دی، وویل چې د اسرائیلو دا کړنې "جنګي جرم او د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو ښکاره سرغړونه ده." دغه سازمان ټینګار وکړ چې اسرائیل په اشغال شوې فلسطیني خاوره هیڅ ډول حاکمیت نه لري او دا ډول کړنې په سیمه کې تاوتریخوالي او شخړو ته لار هواروي.

جرمني هم په لوېدیځه غاړه کې د کنټرول پیاوړي کولو په موخه د تل ابیب د پریکړو سخته نیوکه وکړه. د هسپانیې حکومت هم دا اقدامات په کلکه وغندل او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي او د راتلونکي فلسطیني دولت بقا ګواښي.

هسپانیې په ځانګړې توګه د هغه قانون لغوه کول وغندل چې د املاکو په پېرلو کې یې محدودیتونه لګولي وو، او همدارنګه یې هغه اداري اقدامات رد کړل چې اسرائیلي چارواکو ته په سیمه کې د اوبو مدیریت، چاپیریال او لرغونو ځایونو په اړه واک ورکوي.

وپلټۍ
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد