په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی .

د پاکستان امنیتي چارواکیو ویلي دي چې د افغانستان پولې ته نږدې په ځانمرګي برید کې ۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي.

په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی . / AP

په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی .

 د پاکستان امنیتي چارواکیو ویلي دي چې د افغانستان پولې ته نږدې په ځانمرګي برید کې ۷ پاکستاني سرتېري وژل شوي.

پاکستاني امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې د افغانستان پولې ته نږدې په یوه ځانمرګي برید کې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. دا برید د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه کمزوري اوربند په ترڅ کې شوی، چې په دې میاشت کې یې د څو ورځو سختې جګړې درولې وې.