تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
نن د اپریل ۲۳ مه نيټه چې په تورکیه کې د ملي حاکمیت د کلیزې او د ماشومانو د جشن سره  سمون خوري.
په ټوله تورکیه او د هیواد نه بهر د تورکیې په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې د اپریل ۲۳ مه د ملي حاکمیت او ماشومانو جشن د شاندارو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي.
نن د اپریل ۲۳ مه نيټه چې په تورکیه کې د ملي حاکمیت د کلیزې او د ماشومانو د جشن سره  سمون خوري.
/ AA

د اپریل ۲۳مې د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځې او د تورکیې د ملي شورا د پرانیستلو د ۱۰۵مې کلیزې د لمانځلو په چوکاټ کې لومړنۍ لمانځغونډه  د تورکیې په پارلمان کې د اتاترک د یادګار څلي مخې ته  جوړه شوه .

وروسته له هغه چې د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش د اتاترک  یادګار څلي ته  ګلانو کیډۍ کیښوده، لومړی د اتاترک په درناوي  یوه شیبه چوپتیا وشوه او وروسته ملي سرود وغږول شو.

پدې مراسمو کې د تورکیې د ملي شورا رئیس سربیره د ولسمشر مرستیال جودت یلماز، د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو، د پارلمان  وکیلانو او کابینې وزیرانو برخه اخیستې وه.

د تورکیې په ملي شورا کې د لومړنۍ لمانغونډې نه وروسته د تورکیې د ملي شورا په مشرۍ هیئت په ګډه د اتاترک مزار زیارت وکړ.

د تورکیې ملي شورا د رئیس نعمان کورتولموش په مشرۍ هیئت لومړی د اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده او وروسته د هغه معنوي حضور ته د درناوي په پار یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه. همداشان د درناوي د مراسمو نه وروسته د تورکیې ملي سرود وغږول شو.

کورټولموش، وروسته د اتاترک د مزار په ځانګړي کتاب کې لاسلیک وکړ او داسې ولیکل !

"زموږ د خپلواکۍ د جګړې سرقوماندان، د تورکیې د ملي شورا لومړی مشر، زموږ د جمهوریت بنسټ ایښودونکی، ګرانه اتاترک؛ هغه ملي شورا چې زموږ ګران ملت د ۱۹۲۰ کال د اپریل په ۲۳ مه  د ټولو ستونزو په وړاندې د قیام په یوه لوی روح او د خپلواکۍ د ایډیال سره پرانیسته چې خپلواکي پرته د کوم شرط او قید نه  ملت ته وسپارله، نن په خپل ۱۰۵ کلیزه کې په ورته هوډ او قوي ارادې سره خپل کار ته دوام ورکوي. زموږ بنسټیز اصل ملي حاکمیت دی. زموږ هدف د خپل ملت د هوساینې زیاتول، زموږ ډیموکراسي او د قانون حاکمیت پیاوړی کول دي. دا زموږ بنسټیز دنده ده چې د ملي تړون له اهدافو څخه انحراف پرته خپل ملي یووالي وساتو. تل د دې بنسټ د اصولو او لید په یاد ساتلو سره، موږ د خپل جمهوریت دوهمه پیړۍ د تورکیې پیړۍ جوړولو اراده لرو، چې کلمه یې قوي ده او ځواک یې په هر ډګر کې اغیزمن دی. د دې لوی چت لاندې د خدمت کولو د ملت د استازو په توګه، موږ به هیڅکله د خپلواکۍ د ایډیال او د جمهوریت ارزښتونو لاس په سر نشو، کوم چې د  ملت  ارادې ته لومړیتوب ورکوي.

نن ورځ، دا تر بل هر وخت ډیره مهمه ده چې زموږ په هیواد او نړۍ کې د ټولو ماشومانو په مخونو موسکا راوړو. د اپریل ۲۳مه نه یوازې زموږ د هیواد د ماشومانو لپاره، بلکې د نړۍ د ټولو ماشومانو لپاره چې د جګړو، مهاجرتونو، بې عدالتیو، بحرانونو او بې وزلۍ دروند بار په غاړه لري، د جشن او د یادونې ورځ ده. موږ باور لرو چې د اپریل ۲۳مه د خپل راتلونکي د جوړولو او د نړیوالې سولې د لټون لپاره زموږ د هوډ لپاره هم یو فرصت دی. موږ به په ملي یووالي او پیوستون کې کار ته دوام ورکړو ترڅو د تیرو میراثونو وړ راتلونکی جوړ کړو.

موږ په ټولو شرایطو کې د ډیموکراسۍ، قانون او انساني وقار څخه د دفاع لپاره خپله هوډ بیا تاییدوو، د خپلو ملت  ارادې ته ژمن پاتې کیږو. زه د پارلمان د ټولو غړو، په ځانګړې توګه ستاسو جلالتمآب، چې د لومړي پارلمان راهیسې یې د ملي حاکمیت ساتنه کړې، زموږ شهیدان او سرتیري په درناوي سره یادوم. د اپریل ۲۳مه د ملي حاکمیت او ماشومانو ورځ مو مبارک شه.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل
د تورکیې د وسله‌والو ځواکونو او د سوریې د پوځ په همکارۍ د فرات سیند پر سر یو پل جوړ شو
ولسمشر اردوغان به د شانګهای په سرمشریزه کې ګډون وکړي
د تورکیې ملي دفاع وزارت د ابو ظهور په هوايي اډه باندې د اسرائیلو د برید ارزونه وکړه:
د جرمني لومړي وزیر میرز، د اسرائیل د سختدریځه ښي اړخي ملي امنیت وزیر بن ګویر په کلکه وغانده
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
څنګه تورکیې په ۲۵ کلونو کې خپل دفاعي صنعت بدل کړ؟
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان : د مکې تړون؛ ډله ییزه دفاع خو پرته له کوم هدف یا دښمنه
د مکې تړون ولې مهم دی؟
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"