د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
په زرو ګونو تنو مسلمانانو د لوی اختر لمونځ په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې په مسجد الاقصی کې ادا کړ
د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د مۍ ۲۷مه)، چې د څلور ورځني لوی اختر لومړۍ ورځ ده، په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د مسجد الاقصی انګړونه له هغو لمونځ کوونکو ډک وو چې د اختر لمونځ یې ادا کاوه.
په زرو ګونو تنو مسلمانانو د لوی اختر لمونځ په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې په مسجد الاقصی کې ادا کړ
په زرو ګونو تنو مسلمانانو د لوی اختر لمونځ په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې په مسجد الاقصی کې ادا کړ

د سږ کال لوی اختر، چې د مسلمانانو په کلیزه کې یو له خورا مهمو اخترونو څخه دی، د هغو اسرائیلي سرغړونو په ترڅ کې لمانځل کېږي چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د نافذ شوي اوربند په وړاندې ترسره کېږي.

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د مۍ ۲۷مه)، چې د څلور ورځني لوی اختر لومړۍ ورځ ده، په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د مسجد الاقصی انګړونه له هغو لمونځ کوونکو ډک وو چې د اختر لمونځ یې ادا کاوه.

د سږ کال د لوی اختر رخصتي په داسې حال کې راغلې چې اسرائیل د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د شوي اوربند له هوکړې پرله پسې سرغړونې کوي.

د شاهدانو او فلسطیني دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، د اختر په درشل کې اسرائیلي پوځ د اشغال شوې لویدیځې غاړې په سویلي ښارګوټو بریدونه کړي، د هټیو مالکان یې د خپلو کاروبارونو تړلو ته اړ کړي او پر اوسېدونکو یې تېری کړی دی.

دا بریدونه د پیر او پلور په تر ټولو بوختو ساعتونو کې هغه مهال ترسره شول کله چې د ښارونو مرکزونه له هغو خلکو ډک وو چې د فلسطیني حکومت له خوا د دولتي کارمندانو د معاشونو د یوې برخې له ترلاسه کولو وروسته د اختر تیاریو ته وتلي وو.

اصلي برید د الخلیل سویل ته په "دورا" سیمه کې متمرکز و. شاهدانو د انادولو خبري اژانس ته ویلي چې اسرائیلي نظامي وسایط د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د ښار مرکز ته داخل شول، سرتېري په کوڅو کې خپاره شول، د اوښکې بهوونکي ګاز ډزې یې وکړې او هټۍ وال یې د هټیو تړلو ته مجبور کړل.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې اسرائیلي پوځ په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، چې پکې وژنې، نیونې، پر کورونو چاپې او د ملکیتونو ویجاړول شامل دي. دا لړۍ د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې له پیل راهیسې روانه ده.

 

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول