نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
د اودیسا سیمې د پوځي ادارې مشر، اولیګ کیپر وویل: "ماښام مهال، دښمن د اودیسا سیمې پر بندري تاسیساتو یو نوی برید وکړ. د دغه برید پر مهال، یوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) پر یوې ملکي کښتۍ چې د مارشال ټاپوګانو بیرغ پرې و، برید وکړ."
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
Smoke rises after what the Ukranian authorities say was during a strike as Ukrainian UAVs hit a Russian dark fleet tanker

د اوکراین یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې د دغه هیواد په سویل کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ او په توره بحیره  کې پر دوو نورو کښتیو د روسیې په بریدونو کې د یوې کښتۍ د کپتان په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

د اودیسا سیمې د پوځي ادارې مشر، اولیګ کیپر وویل: "ماښام مهال، دښمن د اودیسا سیمې پر بندري تاسیساتو یو نوی برید وکړ. د دغه برید پر مهال، یوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) پر یوې ملکي کښتۍ چې د مارشال ټاپوګانو بیرغ پرې و، برید وکړ."

نوموړي د سه شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې وویل چې په کښتۍ کې اور ولګېد او له بده مرغه دوه تنه پکې ووژل شول.

تر دې وړاندې کیپر ویلي وو چې په توره بحیره کې دوه نورې سوداګریزې کښتۍ، چې د تنزانیا او لیبریا بیرغونه یې درلودل، هم ویشتل شوې دي. هغه زیاته کړه: "د دغه برید په پایله کې د یوې کښتۍ کپتان ووژل شو."

د هغه په وینا، د کښتۍ نور ۱۱ غړي ژغورل شوي او له سیمې ایستل شوي دي، چې له ډلې یې درې تنه ټپیان دي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی