قطر په خلیج کې د سمندري امنیت ځواکونو قومانده په غاړه واخیسته

قطر د ګډ سمندري ځواک ۱۵۲مې ډلې قومانده پر غاړه اخیستې چې د خلیج د سمندري امنیت مسؤلیت لري.

/ AA

قطر په خلیج کې د سمندري امنیت ځواکونو قومانده په غاړه واخیسته

د کویټ د سمندري ځواکونو قوماندان محمد العریفي په ماناما کې د مراسمو په ترڅ کې د قطري برید جنرال حمد صالح الاهوال ته قومانده وسپارله.

قطر د ګډ سمندري ځواک ۱۵۲مې ډلې قومانده پر غاړه اخیستې چې د خلیج د سمندري امنیت مسؤلیت لري.

یاده ډله د ګډو سمندري ځواکونو (CMF) یوه برخه ده، چې د ۴۷ هېوادونو ګډه بحري ملګرتیا ده او موخه یې د پراخو نړیوالو اوبو په اوږدو کې د امنیت او ثبات پیاوړتیا ده.

دا اعلان د امریکا د مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) له خوا د سې شنبې په ورځ د امریکا په ټولنیز پلاتفورم ایکس کې خپور شو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د سپټمبر په ۱۵مه، د قطر سمندري ځواکونو د ماناما په مراسمو کې د ګډ ځواک ۱۵۲ قومانده پر غاړه واخیسته. د کویټ بحري ځواکونو قومندان محمد العریفي خپله دنده د قطر برید جنرال حمد صالح الاهوال ته وسپارله.

ګډه ژمنتیا

العریفي په خپلو څرګندونو کې وویل« :هغه څه چې موږ نن ترسره کوو، یوازې د قوماندې لېږد نه دی؛ بلکې دا زموږ د ګډې ژمنتیا بیا تائید دی، د سمندري امنیتي همکارۍ او د نړۍ په یوه له تر ټولو مهمو سمندري سیمو کې د سولې لپاره.»

ګډ کاري ځواک ۱۵۲ د CMF لاندې د څو کاري ډلو څخه یو دی چې په ۲۰۰۴ کال کې تاسیس شو. د دې ماموریت د سیمه‌ ییزې سمندري همکارۍ پیاوړتیا او په خلیج کې د سمندري امنیت ملاتړ دی.

دې ته دنده سپارل شوې چې د نړیوالو اوبو په اوږدو کې زیربناوې خوندي کړي، د ناقانونه فعالیتونو او ترهګريزو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي. د قوماندې دوره هر ځل یو کال وي.

ګډ سمندري ځواک (CMF) یوه څو مليتي ملګرتیا ده چې ۴۷ غړي هېوادونه لري، په شمول د تورکیې، امریکا، انګلستان، خلیجي هېوادونه، فرانسه، جرمني او اردن. د دې مرکز په منامه کې دی.