د عراق د پارلمان یوه کمېسیون د دغه هېواد په مرکزي ښارګوټي «جرف الصخر» کې چې د «کتایب حزبالله» وسلهوالې ډلې تر ولکې لاندې دی د تېلو د قاچاق شواهد موندلي دي.
د کمېسیون غړي علي انهیر د دوشنبې په ورځ د عراق رسمي خبري اژانس ته وویل چې پلټونکو داسې اسناد، انځورونه او د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) ویډیوګانې څېړلې چې د قاچاق دا عملیات تاییدوي.
هغه وویل، راپورونه او حرارتي انځورونه (Thermal Imaging) ښيي چې په دغه قاچاق کې شاوخوا ۲۵ د تېلو ټانکرونه کارول کېدل، چې هر یو یې د ۳۶،۰۰۰ لېټرو تېلو د لېږد وړتیا لري.
انهیر دا موندنې «حیرانوونکې» وبللې او په دغه سیمه کې چې په بابل ولایت کې موقعیت لري او د کتایب حزبالله وسلهوالې ډلې تر کنټرول لاندې ده د قاچاق د درولو لپاره یې د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه چې کمېسیون به د اړوندو وزیرانو له پوښتنو ګروېږنو وروسته خپل وروستی راپور وړاندې کړي.
تر دې وړاندې د دوشنبې په ورځ، د حکومت ویاند حیدر العبودي وویل چې لومړي وزیر علي الزیدي جرف الصخر ته د پوځي ځواکونو د استولو امر کړی او کتایب حزبالله ته یې له سیمې څخه د وتلو ضربالاجل ورکړی دی. نوموړي د ضربالاجل نېټه او سیمې ته د ځواکونو د ننوتلو کره وخت نه دی په ډاګه کړی.
په نللیکو کې لاسوهنه
العبودي وویل چې دولتي پلټونکو د جمعې په ورځ شپږ ځایونه تفتیش کړل او په نللیکو کې د لاسوهنې او د هغې د پټولو د هڅو شواهد یې وموندل. هغوی همداراز دوه تصفیهخونې، یو د تېلو ټانکر او د تېلو د زېرمه کولو ټانکۍ هم موندلې دي.
کتایب حزبالله د یکشنبې په ورځ د تېلو په قاچاق کې لاس لرل رد کړل او ویې ویل چې پلټونکو په نللیکو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده موندلې او دا تاسیسات یوازې پوځي موټرو ته سونتوکي برابروي.
زیدي دا پلټنې د نوامبر پر ۱۱مه پیل کړې وې. نوموړي د شنبې په ورځ د پلټنو د موندنو تر ارزولو وروسته، د بابل د امنیه قوماندان او په دغه ولایت کې د حشد الشعبي (ولسي بسیج ځواکونو) د قوماندان په ګډون نهه امنیتي او اداري چارواکي له دندو ګوښه کړل.






















