منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
ایران په قطر کې پر امریکايي هډې د برید سره د امریکايي ځواکونو مهم مخابراتي سیستم ویجاړ کړی : راپور
اسوشیتید پرس خبري اژانس ویلي دي چې ایران په قطر کې پر امریکايي هډې د برید سره د امریکا لخوا د خوندي مخابراتو لپاره کاریدونکی انتن جدي زیان لیدلی وي.
ایران په قطر کې پر امریکايي هډې د برید سره د امریکايي ځواکونو مهم مخابراتي سیستم ویجاړ  کړی : راپور
/ AP

اسوشیتید پرس خبري اژانس ویلي دي چې ایران په قطر کې پر امریکايي هډې د برید سره د امریکا لخوا د خوندي مخابراتو لپاره کاریدونکی انتن جدي زیان لیدلی وي.

اسوشیتید پرس خبري اژانس د ایران لخوا په قطر کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د برید اړوند د مصنوعي سپوږمه کۍ د انځورونو د تحلیل په اړه نن جمعې په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې ، ایران ایران په قطر کې پر امریکايي هډې د برید سره د امریکا لخوا د خوندي مخابراتو لپاره کاریدونکی انتن جدي زیان لیدلی وي

د امریکا پوځ او د قطر چارواکو تر اوسه د دې زیان په اړه د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. د جون په ۲۳مه نېټه د قطر پلازمېنې دوحې ته نږدې د العُدید هوايي هډې باندې د ایران برید د امریکا لخوا په تهران کې د درې اټومي ځایونو د بمبارۍ په ځواب کې ترسره شو.

د ایران برید لږ زیان اړولی و، چې ښايي د دې لامل دا وي چې امریکا د برید څخه مخکې خپلې الوتکې له دې هډې څخه ایستلې وې. دا هډه د امریکا د مرکزي قوماندې د مخکینۍ مرکز کوربه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د برید وخت او څرنګوالی مخکې له مخکې څرګند کړی و، چې دې کار امریکایي او قطري هوايي دفاع ته د چمتووالي فرصت ورکړ. برید په منځني ختیځ کې هوايي ټرافیک د لنډې مودې لپاره ځنډولی وو، خو هغه سیمه‌ییزه جګړه چې شنونکو یې وېره درلوده، پیل نه شوه.

د سپوږمکۍ انځورونه چې د پلانیټ لابز PBC لخوا اخیستل شوي، د جون په ۲۳مه د سهار وختي د العُدید هوايي اډې ګنبد ښکاره کوي، څو ساعته مخکې له دې چې برید ترسره شي. د امریکا هوايي ځواک د ۲۰۱۶ کال په یوه اعلامیه کې د دې ۱۵ میلیونه ډالري تجهیزاتو د نصبولو خبر ورکړی و، چې د عصري مخابراتي سیستم په توګه پېژندل کېږي.

د سپوږمکۍ انځورونه چې د جون په ۲۵مه او وروسته هره ورځ اخیستل شوي، ښيي چې ګنبد له منځه تللی او نږدې ودانۍ ته لږ زیان رسېدلی دی. د هډې پاتې برخه په انځورونو کې ډېره نه ده اغېزمنه شوې.

دا امکان شته چې کومه ټوټه یا بل څه په ګنبد لګېدلی وي، خو د ګنبد د بشپړ له منځه تلو په نظر کې نیولو سره، دا ښايي د ایران برید وي، چې احتمالاً د بم وړونکي ډرون په وسیله ترسره شوی وي، ځکه چې د شاوخوا ودانیو زیان محدود دی.

په لندن کې مېشت د ایران نړیوال خبري چینل د سپوږمکۍ انځورونو په حواله د دې زیان راپور ورکړی و، چې د بلې سرچینې لخوا اخیستل شوي وو.

په امریکا کې ټرمپ د ایران برید ته د "ډېر کمزوري غبرګون" نوم ورکړ. هغه ویلي و چې تهران ۱۴ توغندي ویشتلي، چې ۱۳ یې شنډ شوي او یو یې "آزاد" پاتې شوی ځکه چې هغه په "غیر ګواښونکي" لوري روان و.

هغه په خپله وېبپاڼه ټروت سوشیال کې لیکلي: "زه له ایران څخه مننه کوم چې موږ ته یې مخکې له مخکې خبر راکړ، چې دې کار د دې امکان برابر کړ چې هېڅوک ژوند له لاسه ورنه کړي او هېڅوک ټپي نه شي."

د برید وروسته، د ایران انقلابي ساتونکو ویلي چې هوايي هډه د "ویجاړونکي او ځواکمن توغندیز برید" هدف ګرځېدلې وه. د ایران د ملي امنیت عالي شورا هم ادعا کړې چې هډه "ویجاړه" شوې، خو د زیان په اړه یې کوم مشخص معلومات نه دي وړاندې کړي.

داسې ښکاري چې د ایران د مشر علي خامنه‌يي یو سلاکار په جلا توګه ادعا کړې چې د برید له امله د هډې مخابراتي سیستمونه پرې شوي وو، چې ښايي د ګنبد د زیان په اړه یې معلومات درلودل.

وپلټۍ
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف کې پر پوځي تاسیساتو د بریدونو په اړه امریکا ته خبر ورکړ
شهباز شریف د بیجینګ د سفر پر مهال، د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې ادارې په اړه د چین د نوښت ملاتړ وکړ
په میلیونونو حاجیان د عرفات په غونډۍ کې دعاګانې کوي
کاناډا  غزې ته  د مرستې رسونې له کاروان (فلوټیلا) د فعالانو سره  د اسرائیل 'وحشتناک چلند وغانده
امریکايي او اسرائیلي جېټ الوتکو هرمز تنګي ته نږدې پر ایراني کښتیو برید وکړ
په سوریه کې په بریالي توګه د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل
مالیزیا ویلي دي چې د عدالت پر نړۍوالې محکمه کې به د اسرائیلو پر خلاف اقامه د دعوا وکړي
نتنیاهو اعتراف کړی چې د ټرمپ د ایران پر پالېسۍ د اغېز کولو لپاره نوره هیڅ وسیله نلري
تورکیې پاکستان کې پر مسافر وړونکي ریل ګاډي ترهګریز برید چې له امله يي ستره فاجعه رامنځته شوه وغنده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ښايي نن کومه لاسته راوړنه ولري
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي
راپور: امریکا او ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې ته نږدې شوي
په پاکستان کې په بار وړونکي ریل ګاډي د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان شوي
امریکا وايي کیدای شي په 'څو ساعتونو' کې له ایران سره یوه هوکړه وشي
فرانسې د غزې د مرستندویه کاروان له فعالانو سره د "بد چلند" له امله پر بن ګویر بندیز ولګو