ترهګرو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت کې د ګازو په یو لوی  پایپ لاین بمي برید کړی.

د پولیسو په وینا، ترهګرو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د ګازو یوه لوی پایپ لاین الوزولې، چې د هیواد ترټولو لوی ایالت پنجاب ته یې د ګازو جریان پرې کړی دی.

/ Reuters

د سیمې د پولیسو ویاند امیر خان د چهار شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دا پېښه په تیرو څو میاشتو کې د ورته چاودنو په لړ کې تر ټولو وروستۍ ده، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د لکي مروت په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل، ترهګرو په پایپ لاین کې ځای پر ځای کړي  چاودیدونکي توکي وچوول، چې له امله یې د پنجاب د میانوالي سیمې ته د ګازو جریان ودرېده.

دا په دریو میاشتو کې دننه په همدې ځای کې څلورم برید دی.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

خو امنیتي ځواکونه یې پړه پر تحریک طالبان پاکستان (TTP) وراچوي، چې پر امنیتي ځواکونو او دولتي تاسیساتو د بریدونو پراخ ریکارډ لري.

امنیتي ځواکونو د برید د عاملینو د موندلو لپاره په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.

لکي مروت له ډېرې مودې راهیسې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي مرکز دی، او په وروستیو کلونو کې TTP پر امنیتي ځواکونو، په ځانګړي ډول د پولیسو پر افسرانو، څو بریدونه کړي دي.