منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
پداسې حال کې چې په اسرائیل کې پارلماني ټاکنو ته څو ورځې پاتې دي د اپوزیسیون مخکښو مشرانو هم په هغه لاریون کې د کورنیو ملاتړ وکړ چې د حکومت د ناکامیو د حساب ورکولو او د واک د بدلون په غوښتنه جوړ شوی و.
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ
زرګونو اسرائیلیانو د نتنیاهو د ګوښه کېدو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ

په اسرائیل کې زرګونو کسانو د پارلمان  ټاکنو ته درې ورځې پاتې، د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومت د بدلولو او د خپلو ناکامیو له امله د حساب ورکولو په غوښتنه په تل ابیب کې لاریون وکړ.

د شنبې په ماښام د یرغمل شویو کسانو په میدان (څلورلارې) کې زرګونه راټول شوي کسان د "۷م اکتوبر شورا" لخوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. په دې لاریون کې هغو اسرائیلیانو کورنیو، چې مخکې په غزه کې بندیان وو، ګډون کړی وو.

د سه شنبې په ورځ د ترسره کېدونکو ټاکنو دمخه، په داسې حال کې چې د نتنیاهو په مشرۍ له واکمن ایتلاف سره سیالي سخته شوې، په دې لاریون کې د اپوزیسیون مخکښو مشرانو لکه ګادي آیزنکوټ، یایر لاپید، اویګدور لیبرمن او یایر ګولان هم ګډون کړی و.

لاریون کوونکو چې د "درې کلنې مبارزې وروسته د بیارغونې بهیر پیلوو" تر شعار لاندې راټول شوي وو، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې نېټې د بریدونو پر مهال د شویو ناکامیو د مسوولینو څخه د حساب غوښتنه کوله.

ګولان وویل: "موږ به د راتلونکې چهارشنبې څخه د یوه داسې دولتي څېړنیز کمیسیون د جوړولو لپاره کار وکړو چې حقیقت رابرسېره کړي او د کورنیو لپاره عدالت تامین کړي."

له ټاکنو مخکې له واټونو څخه پیغام

د اپوزیسیون د مشرانو له ګډون سره سره، د "۷م اکتوبر شورا" ټینګار وکړ چې دا لاریون د کورنیو لخوا جوړ شوی یو مدني فعالیت دی او د کوم سیاسي ګوند یا ټاکنیز نوملړ د ملاتړ موخه نلري.

د "۷م اکتوبر شورا" د یوه مدني بنسټ په توګه فعالیت کوي چې د اکتوبر د اوومې د بریدونو پر مهال د رامنځته شویو ناکامیو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک دولتي څېړنیز کمیسیون د جوړولو ملاتړ کوي.

خو نتنیاهو بیا د یوه خپلواک څېړنیز کمیسیون د جوړولو په تړاو غوښتنې ردوي.

د اسرائیل د ۱۲م چینل تلویزیون د راپور له مخې، د نتنیاهو په مشرۍ د لیکود ګوند د پنجشنبې په ورځ د ټاکنو مرکزي کمیسیون ته غوښتنلیک سپارلی او غوښتنه یې کړې وه چې لوی تلویزیوني چینلونه دې د دې غونډې له خپرولو څخه منع شي.

 

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي