کارپوهان وايي، تمه کېږي چې د ایران نوی مذهبي مشر به په کورنۍ حکومتولۍ کې پر امنیتي بنسټونو تکیه وکړي، په داسې حال کې چې په پراخه سیمه کې به خپله نیابتي شبکه د فشار د وسیلې په توګه وساتي.
د فبروري په ۲۸مه د امریکا او اسرائیل په برید کې د ایران د مذهبي مشر علي خامنهیي وژل کېدو د هغه ۵۶ کلن زوی، مجتبی خامنهیي، د هېواد په تر ټولو ځواکمن مقام کې د ملي کړکېچ په یوه داسې وخت کې کېناوه چې هېواد یې له سختو ستونزو سره مخ دی. مجتبی هېڅکله کومه عامه دنده نه ده لرلې او د خپل پلار د ۳۷ کلنې واکمنۍ پر مهال یې د پردې تر شا کار کړی دی.
مجتبی په خپل نوي مقام کې، چې د دولت د مشرتابه او د هېواد له پولو هاخوا مذهبي واک سره یوځای کوي، یو داسې هېواد په میراث اخلي چې له امریکا او اسرائیل سره په یوه بشپړه جګړه کې ښکېل دی، د کلونو بندیزونو له امله ځپل شوی او لا هم د کورنیو اعتراضونو له څپو څخه په رغېدو دی.
تحلیلګران وايي چې د مجتبی مخینه له خپل وژل شوي پلار سره په مهمو برخو کې توپیر لري – داسې یو حقیقت چې ممکن د ایران پر کورنیو او بهرنیو پالیسیو پراخ اغېز ولري. په انقره کې د ایراني مطالعاتو په مرکز (IRAM) کې د بهرنۍ پالیسۍ تحلیلګر، رحیم فرزام، وايي چې مشر خامنهیي په ۱۹۸۹ کال کې تر مشرتابه وړاندې د خپلو ویناوو او فعالیتونو له امله یو مشهور عامه شخصیت و.
برعکس، مجتبی خپل ډېر وخت د مذهبي مشر د دفتر په شاوخوا کې په غیر رسمي واکمنو جوړښتونو کې تېر کړی دی. فرزام "ټي آر ټي ورلډ" ته وايي: "هغه (مجتبی) په ندرت سره په عام محضر کې راڅرګند شوی... او خپل نفوذ یې د امنیتي دستګاه، په ځانګړې توګه د سپاه پاسداران (IRGC) په شبکو کې رامنځته کړی دی." سپاه پاسداران د ایران د وسله والو ځواکونو یوه پیاوړې څانګه ده چې مستقیم مذهبي مشر ته ځواب ویونکې ده.
په ایران کې مذهبي مشر د دولت پر ټولو چارو، لکه هستوي پروګرام او په بهرنیو هېوادونو کې د نیابتي شبکو پر عملیاتو مطلق واک لري. معلومه شوې چې مجتبی له سپاه پاسداران او د هغوی له رضاکار ځواک "بسیج" سره کلکې اړیکې لري؛ بسیج هغه ځواک دی چې د ایران په ټولنه کې د ناراضیو د ځپلو مسؤلیت ورته سپارل کېږي.
راپورونه وايي چې هغه د قدس ځواک له قوماندانانو سره هم کار کړی، کوم چې په ټوله سیمه کې له لبنان څخه تر سوریې پورې د غیر دولتي ډلو او نیابتي ځواکونو ملاتړ کوي. له پوځي ادارو سره همدغو اړیکو مجتبی د ملي امنیت په پرېکړو کې په یوه اغېزناک غږ بدل کړی و، که څه هم د هغه عامه څېره محدوده پاتې وه.
فرزام استدلال کوي چې د پردې تر شا دغه ژوند مجتبی ته لږ شخصي سیاسي اعتبار پرېښی دی. هغه وايي: "مجتبی د خپل پلار په پرتله په خورا لږې عامه سیاسي تجربې او یو مبهم مذهبي دریځ سره دې مقام ته راننوځي." په پایله کې، تمه ده چې د هغه واکمني به تر ډېره د حکومت په ځواکمنو ادارو کې د ائتلاف جوړونې پر بنسټ وي. فرزام وړاندوینه کوي چې د هغه واک به پر نخبګانو، په ځانګړې توګه پر امنیتي ائتلافونو ولاړ وي او یوه امنیت محوره حکومتولي به رامنځته کړي.
د ساکاریا پوهنتون د منځني ختیځ انسټیټیوټ استاد، مصطفی جانر، مجتبی د یوه "تور بکس" (Black box) په توګه یادوي، ځکه د هغه هېڅ ریکارډ شوې مرکه یا عامه وینا نشته چې د مهمو پالیسیو په اړه یې نظر روښانه کړي. جانر وايي: "د مجتبی عامه پروفایل او بیانیه خورا پټه پاتې ده." نوی مشر همدارنګه په مذهبي درجه بندۍ کې د لوړتیا له کمښت سره هم مخ دی. جانر وايي چې د مذهبي مخینې نشتوالی د مذهبي عالمانو په دودیزه درجه بندۍ کې د هغه د زیانمنېدو نقطه ده: "د قدرت د موروثي لېږد په لور د تګ له امله، هغه خطر اخلي چې انقلابي جمهوریت به د یو نوي شاهي سیسټم په توګه معرفي شي."
جانر د مجتبی سمدستي ننګونې د "درې اړخیزې ازموینې" په توګه یادوي: د جدي تهدیدونو پر وړاندې د امنیت اداره کول، د جګړې پر مهال حکومتولي، او بالاخره د هغې ډیپلوماټیکې "د وتلو ستراتیژۍ" موندل چې جګړه داسې پای ته ورسوي چې د ایران نظام ترې ژوندی ووځي.
کورنۍ ننګونې خورا ډېرې دي
تحلیلګران وايي چې د نوي مشر تر واک لاندې به کورنۍ پالیسي د واک د کلکولو او احتیاطي تطبیق ترمنځ کړکېچ منعکس کړي. فرزام تمه لري چې په نږدې راتلونکي کې به کنټرول لا سخت شي. هغه وايي: "ایران په تېره لسیزه کې د اقتصادي ستونزو، ټولنیزو شکایتونو او د ځوان نسل د ناخوښۍ له امله د کورنیو نارامیو له تکراري څپو سره مخ شوی دی." په داسې یو حالت کې به د مشرتابه لومړیتوب سیاسي ثبات وي، چې ممکن د کورنۍ حکومتولۍ په برخه کې د امنیتي بنسټونو رول لا پیاوړی کړي او د اعتراضونو پر وړاندې لا سخت غبرګون وښيي.
خو فرزام په راتلونکي کې د پراګماتیزم (عملګرایۍ) لپاره یو محدود چانس هم ویني. له سپاه پاسداران سره د مجتبی نږدې اړیکې ممکن هغه ته دا سیاسي جرئت ورکړي چې پرته له دې چې حکومت له ګواښ سره مخ کړي، محدود بدلونونه راولي. لکه کوچني اقتصادي اصلاحات، په ټولنیز ډول یو څه نرمښت، ترڅو د ځوان نسل ترمنځ مشروعیت بېرته رامنځته کړي. مګر داسې خوشبیني هم بې حده نه ده؛ د نظام بنسټونه او د امنیتي ادارو مرکزي رول د پراخو لیبرال اصلاحاتو امکان کموي.
مصطفی جانر د مجتبی د ایډیالوژیک لیدلوري په اړه بې پرې پاتې کېږي او وايي چې د هغه په اړه قضاوت کول ګران دي، خو زیاتوي چې د واک اړتیاوې کله ناکله د انسان ایډیالوژي بدلوي؛ لکه څنګه چې د اتیایمې لسیزې ځینې سختدریځي نن اصلاح غوښتونکي دي.
له پولو هاخوا ازموینې
د بهرنۍ پالیسۍ په اړه، تحلیلګران پر هماغه پخوانۍ ستراتیژیکې تګلارې د ټینګار وړاندوینه کوي. فرزام وايي چې د مجتبی تر مشرۍ لاندې به هم د ایران تګلاره پر هماغه منطق وي چې د لسیزو راهیسې روانه ده: یعنی د بهرني فشار پر وړاندې مقاومت او دفاع. تهران به هڅه وکړي چې پر خپلو "غیر متوازن وړتیاوو" لکه بالستیک توغندیو، ډرون الوتکو او نیابتي شبکو له لبنان څخه تر یمن پورې د فشار د وسیلې په توګه تکیه وکړي.
فرزام ډیپلوماټیک نرمښت هم نه ردوي؛ ایران د تاریخ په اوږدو کې ښودلې چې کله د نظام بقا له خطر سره مخ وي، نو تکتیکي پراګماتیزم کاروي. که بندیزونه ډېر سخت شي یا په جګړه کې زیانونه زیات شي، مجتبی ښايي له لوېدیځو هېوادونو سره د محدود تعامل اجازه ورکړي. خو دا ګامونه به د بنسټیز ایډیالوژیک بدلون پر ځای یوازې د کړکېچ د مدیریت او د اقتصادي فشار د کمولو لپاره وي. په ټوله کې به د مجتبی واکمني د "تدریجي بدلونونو سره د پخوانۍ لارې دوام" وي، نه کوم لوی بدلون.


















