تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان 'د وینو تږې شبکه' وغندله چې په ایران او لبنان کې ښوونځي او روغتونونه په نښه کوي
ولسمشر اردوغان وویل، پر ملکي زیربناوو بریدونه په غزه کې د لیدل شوې ورانۍ یادونه کوي او پر ایران د امریکا-اسرائیلو له بریدونو وروسته یې مخ په زیاتیدونکي کړکیچ ته پام واړاوه.
اردوغان 'د وینو تږې شبکه' وغندله چې په ایران او لبنان کې ښوونځي او روغتونونه په نښه کوي
اردوغان 'د وینو تږې شبکه' وغندله چې په ایران او لبنان کې ښوونځي او روغتونونه په نښه کوي / AA


د تورکیې جمهوریت ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ په یوه وینا کې "د وینو تږې شبکه" وغندله چې د ده په وینا په ایران او لبنان کې ښوونځي او روغتونونه په نښه کوي، او زیاته یې کړه چې دا په غزه کې د لیدل شوې ورانۍ یادونه کوي.

اردوغان په استانبول کې د روژه ماتي په یوه پروګرام کې د خبرو پر مهال وویل، په داسې حال کې چې په سیمه کې تاوتریخوالی خپریږي، ملکي زیربناوې لا هم په نښه کیږي.

اردوغان وویل: "لکه په غزه کې، په ایران او لبنان کې هم د وینو تږې شبکه چې پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه کوي، خپلو بریدونو ته دوام ورکوي."

ولسمشر ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې په سیمه کې کړکېچ مخ په زیاتیدو دی، ترکیه د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې د زغم او ډیپلوماټیکو حل لارو غوښتنه کوي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: "ترکیه، د عقل د دې زوال په چاپیریال کې چې موږ پکې یو، د هغو مخکښو هېوادونو په ډله کې ده چې د بحرانونو لپاره د حل لارو په لټون کې د عقل، خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي."

په منځني ختیځ کې کړکېچ وروسته له هغه نور هم سخت شو چې اسرائیلو او امریکا د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنه يي او تر ۱۵۰ ډېرو نجونو زده کوونکو په ګډون تر ۱۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۰ زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

په ځواب کې، ایران پر اسرائیل، اردن، عراق او ځینو هغو خلیجي هېوادونو چې د امریکا پوځي اډې لري، د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل. د جګړې له پیل راهیسې، اته امریکایي سرتېري وژل شوي دي.

 

وپلټۍ
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د پلټنو  د تړولو امر کړی دی
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سولې د خبرو اترو د پراخېدو له هڅو سره هممهاله، روسیه او اوکراین په یو بل د بریدونو نه خبر ورکړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
اردوغان: د COP31 سرمشریزې پر مهال د نړیوالو مشرانو ژمنتیا د پاریس اقلیمي تړون د پیاوړتیا نښه ده.
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی