حسینه د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې د محصلینو په مشرۍ له هغه پاڅون وروسته هند ته وتښتېده چې د هغې ۱۵ کلنه واکمني یې پای ته ورسوله، او له هغه وخت راهیسې په پټه کې ژوند کوي.
د تېر کال په نومبر میاشت کې، په ډاکه کې د نړیوالو جرمونو محکمې نوموړې د ۲۰۲۴ کال د پاڅون پر مهال د ځپلو په عملیاتو کې د لاس لرلو او د بشریت پر ضد د جرمونو په تور پر اعدام محکومه کړه.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغه پاڅون کې لږ تر لږه ۱،۴۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي وو؛ دغه سازمان د ډېری وژنو پړه د حسینه پر امنیتي ځواکونو او د هغې د «عوامي لیګ» ګوند پر ملاتړو اچولې ده.
نوموړې د فرانسې خبري اژانس (AFP) ته په یوه برېښنالیکي مرکه کې ویلي: «زه له هغو خطرونو په بشپړه توګه خبره یم چې که بېرته ستنه شم نو ورسره مخ به شم. خو ما خپله پرېکړه کړې ده، او د مرګ هېڅ ګواښ به ما له خپل هېواد څخه لرې ونه ساتي.»
هېواد ته پر ستنېدو د هغې ټینګار څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې بنګله دېش وویل که نوموړې بېرته راشي نو اعدام به شي، او زیاته یې کړه چې د خپلې محکومیت پر وړاندې د استیناف غوښتنې د مودې تر تېرېدو وروسته نوره هېڅ قانوني لاره نه لري.
دغه ۷۹ کلنې پخوانۍ لومړۍ وزیرې په وار وار د محاکمې مشروعیت رد کړی دی. ډاکې له هند څخه د هغې د استرداد (سپارلو) غوښتنه کړې، او هند ویلي چې دا غوښتنه تر قانوني ارزونې لاندې ده.
حسینه د بنګله دېش د چارواکو دا دریځ «متناقض» وباله. هغې وویل: «له میاشتو راهیسې هغوی زما د بېرته ستنېدو غوښتنه کوله. خو اوس چې زه هېواد ته د ستنېدو لپاره عملي ګامونه اخلم، داسې ښکاري چې هغوی زما د راتلو د اجازه ورکولو پر ځای زما پر ګواښلو ډېر تمرکز کوي. په رښتیا هم چې د بنګله دېش د چارواکو دا متناقضې څرګندونې خورا څرګندوونکې دي.»
«که د مرګ په بیه هم وي»
شنونکي وايي چې هېواد ته د ستنېدو په اړه د هغې ژمنه په سیاست کې د پاتې کېدو، د خپلو پلویانو د وفادارۍ ساتلو او د هغه ګوند د ژوندي ساتلو یوه هڅه ده چې یو وخت یې پر بنګله دېش واکمني کوله خو اوس یې پر فعالیتونو بندیز لګول شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، هغه ښايي پر دې احتمال هم حساب کوي چې حکومت ته به د اعدام له حکم سره سره، د بنګله دېش د بنسټګر مشر د لور اعدامول ستونزمن وي.
حسینه دا تورونه رد کړل چې ګواکې د هغې عوامي لیګ ګوند په بنګله دېش کې د پټرولي بمونو په وروستیو بریدونو کې لاس درلود، لکه څنګه چې چارواکو ادعا کړې ده. هغې وویل چې هېواد ته د خپلې ستنېدو د تنظیم لپاره د هند د مرستې غوښتلو هېڅ اراده نه لري.
نوموړې وویل: «زه ولې له بل هېواد څخه وغواړم چې ما وسپاري، په داسې حال کې چې ما لا له وړاندې په خپله خوښه د ستنېدو پرېکړه کړې ده؟ استرداد د دوو خپلواکو دولتونو ترمنځ مسله ده. هند به د خپلو قوانینو، تګلارو او ملي ګټو سره سم خپله پرېکړه وکړي.»
حسینه د فساد د تورونو په ګډون له یو لړ نورو تورونو سره هم مخ ده. هغې وویل چې وکیلانو یې په نوي ډیلي کې د بنګله دېش د عالي کمېشنرۍ له لارې د بنګله دېشي پاسپورټ او ملي تذکرې د ترلاسه کولو غوښتنلیک ورکړی دی.
نوموړې زیاته کړه: «زه لا له وړاندې په ډسمبر کې بنګله دېش ته د ستنېدو لپاره چمتووالی نیسم. زه نه غواړم چې مړه شم. زه غواړم ژوند وکړم او خپل هېواد ته خدمت ته دوام ورکړم. خو که هېواد ته د ستنېدو لپاره باید د مرګ بیه پرې کړم، نو زه ورسره مخ کېدو ته چمتو یم.»




















