نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ لومړنی قتل عام
امریکا پر ایران په بریدونو کې د  'پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا' کارول تایید کړل؛ دا پداسې حال کې ده چې په ایران کې پر یوه ښوونځي د خونړي برید په اړه نیوکې او تاوده بحثونه دوام لري.
د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ لومړنی قتل عام
د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ لومړنی قتل عام / Reuters


امریکایي پوځ د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د ایران په وړاندې جګړه کې له "بېلابېلو" پرمختللو مصنوعي ځیرکتیا (AI) وسیلو څخه کار اخلي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د مشر، امیرالبحر براډ کوپر لخوا دا اعتراف وروسته له هغې کېږي چې یوې لومړنۍ حکومتي څېړنې وښوده چې امریکایي ځواکونه په وروستیو لسیزو کې د یوې تر ټولو ویجاړونکې پوځي تېروتنې مسؤل دي: چې هغه پر یوه لومړني ښوونځي بمباري ده.

امیرالبحر کوپر د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې د دې ټیکنالوژۍ له کارولو دفاع وکړه او ادعا یې وکړه چې دا وسیلې له سرتېرو سره مرسته کوي ترڅو د عصري جګړې په پېچلو ډګرونو کې خپله لاره ومومي.

کوپر وویل: "زموږ جنګیالي له بېلابېلو پرمختللو مصنوعي ځیرکتیا وسیلو څخه ګټه پورته کوي. دا سیسټمونه موږ سره مرسته کوي چې په څو ثانیو کې خورا ډېر معلومات وڅېړو، ترڅو زموږ مشران د حالاتو له منځه سم تشخیص وکړي او تر دښمن ډېر ګړندي پریکړې وکړي."

هغه ټینګار وکړ چې که څه هم دا ټیکنالوژي هغه پروسې چې پخوا یې ورځې نیولې اوس په ثانیو کې ترسره کوي، خو "انسانان به تل وروستۍ پریکړه کوي چې پر چا برید وکړي او پر چا یې ونه کړي."

د میناب د هدف ټاکلو لویه ناکامي
د کوپر له ډاډ ورکولو سره سره چې انسانان پر پروسه څارنه کوي، نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران  په میناب ښار کې د "شجره طیبه" پر لومړني ښوونځي د برید په اړه لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا د "هدف ټاکلو یوه لویه ناکامي" وه.

په دې ښوونځي د ټوماهاک (Tomahawk) توغندي په برید کې ۱۷۵ کسان ووژل شول، چې ۱۵۰ یې زده کوونکې نجونې او د ښوونځي کارکوونکي وو.

څېړونکي په دې باور دي چې په سنتکام کې افسرانو د برید همغږۍ  د دفاعي استخباراتو د ادارې (DIA) د پخوانیو او زړو معلوماتو پر بنسټ جوړې کړې وې.

دا ښوونځی په روښانه آبي او ګلابي رنګونو رنګ شوی و او ورزشي میدانونه یې له ورایه ښکارېدل؛ دا ودانۍ په ۲۰۱۶ کال کې له یوې نږدې پوځي اډې څخه جلا شوې وه. خو دا ځای د پوځ په ډیټابیسونو کې لا هم د یوه فعال هدف په توګه پاتې و.

دې پېښې دا تود بحث راپورته کړی چې ایا مصنوعي ځیرکتیا د ښوونځي د ملکي حیثیت په پیژندلو کې پاتې راغلې، او که دا "د غلطو فرضیو خونړۍ لړۍ" په بشپړ ډول د انسانانو لخوا رامنځته شوې وه.

د نیوکاسل پوهنتون ډاکټر کریګ جونز ټایمز ته وویل: "په دې مرحله کې، موږ دا نه شو ردولی چې مصنوعي ځیرکتیا شاید د ښوونځي په پیژندلو کې پاتې راغلې وي او پر ځای یې هغه یو پوځي هدف پیژندلی وي."

بې له څارنې مصنوعي ځیرکتیا ژوند اخلي
د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو تایید په نړیواله کچه اندېښنې راپارولې دي. نیوکې کونکي وايي چې د بریدونو خورا لوړ سرعت اخلاقي محدودیتونه له منځه وړي دي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې تر اوسه نږدې ۲۰،۰۰۰ ملکي ودانۍ او ۷۷ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي.

بیجینګ هم په دې اړه سختې نیوکې کړي دي. د چین د دفاع وزارت خبرداری ورکړی چې الګوریتمونو ته د ژوند او مرګ د پریکړې واک ورکول د "ټیکنالوژیکي بې لارۍ" خطر رامنځته کوي.

خو د ټرمپ اداره پر خپل دریځ ټینګه ده. له "انتراپیک" (Anthropic) ټیکنالوژيکي شرکت سره د مصنوعي ځیرکتیا د اخلاقي کارونې پر سر تر قانوني جګړې وروسته، د پنټاګون ویاندې کینګسلي ویلسن وویل چې امریکایي ځواکونه به د "سلیکون ویلي د ایډیالوژۍ یرغمل" نه شي.

په داسې حال کې چې څېړونکي لا هم په دې کار کوي چې څنګه یو خورا دقیق برید پر یوې داسې ودانۍ وشو چې له ماشومانو ډکه وه، دې پېښې د زړو استخباراتي معلوماتو او د انسانانو د کافي څارنې د نشتوالي په صورت کې د مصنوعي ځیرکتیا وژونکي خطرونه په ډاګه کړل.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.