نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د کیوبا ولسمشر وایي امریکا د پوځي مداخلې لپاره د پلمې په لټه کې ده
د کیوبا ولسمشر میګویل ډیاز کانیل په هاوانا کې د پیوستون یوې نړیوالې غونډې ته وویل چې امریکا د خپل هېواد په وړاندې د پوځي مداخلې د پیلولو لپاره د یوې بهانې په لټه کې ده.
د کیوبا ولسمشر وایي امریکا د پوځي مداخلې لپاره د پلمې په لټه کې ده
د کیوبا ولسمشر وایي امریکا د پوځي مداخلې لپاره د پلمې په لټه کې ده / Reuters

د کیوبا ولسمشر میګویل ډیاز کانیل د فیډل کاسټرو د ۱۰۰مې کلیزې په مراسمو کې، پر امریکایي بندیزونو او محاصرې سختې نیوکې وکړې او د کړکېچ پر ځای یې پر خبرو اترو ټینګار وکړ.

د کیوبا ولسمشر میګویل ډیاز کانیل په هاوانا کې د پیوستون یوې نړیوالې غونډې ته وویل چې امریکا د خپل هېواد په وړاندې د پوځي مداخلې د پیلولو لپاره د یوې بهانې په لټه کې ده.

د فیډل کاسټرو د زیږون د ۱۰۰مې کلیزې په غونډه کې، ډیاز کانیل د امریکا پر سیاستونو نیوکې وکړې او د واشنګټن دا ادعا یې رد کړه چې کیوبا یو ګواښ دی. هغه وویل: "امریکا موږ د ځان لپاره یو 'فوق العاده او غیر عادي' ګواښ بولي. موږ په دې باور یو چې دا د امریکا د خلکو نظر نه دی، بلکې یوه بهانه ده چې د امریکا حکومت یې پر موږ د برید لپاره کاروي."

هغه زیاته کړه: "پوښتنه دا ده: ګواښ چیرته دی؟ په دې ګواښ کې څه فوق العاده دي؟ زه هره ورځ له ځانه همدا پوښتنه کوم. د کیوبا په وړاندې د پوځي برید د توجیه کولو لپاره هیڅ پلمه او دلیل نشته."

نوموړي وویل: "همدا لامل دی چې په نړۍ کې د نسل وژنې پېښې رامنځته کیږي، لکه د فلسطیني ولس په وړاندې نسل وژنه او د لبنان د خلکو په وړاندې نسل وژنه. له همدې امله د نړیوالو شخړو د هوارولو لپاره له تیري او د جګړې له ژبې کار اخیستل کیږي."

ډیاز کانیل د جنوري پر ۳مه پر وینزویلا د امریکا پوځي مداخلې ته په اشارې سره، واشنګټن تورن کړ چې د نړۍ د حاکمیت په لټه کې دی او د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو یې د "مخدره توکو د دولت"  تر نامه لاندې په نښه کړی دی. هغه وویل: "دوی هڅه وکړه چې د بولیواریایي انقلاب قانوني ولسمشر، نیکولاس مادورو، په سیاسي او رسنیز ډول وځپي. بیا یې پر وینزویلا سمندري محاصره ولګوله او په تېرو ۲۰ کلونو کې یې په کیریبین کې تر ټولو لوی امریکایي پوځي حضور رامنځته کړ."

ډیاز کانیل دا هم وویل چې د ایران خلکو د امریکا د "تیري" په وړاندې مقاومت کړی، ده ټینګار وکړ چې ایران نه اټومي وسلې لري او نه یې د کارولو ګواښ کړی دی.

هغه د کیوبا د خلکو د سختو شرایطو په اړه د امریکا د اندېښنې څرګندونې "ملنډې" او "بې مانا" وبللې او ویې ویل: "که دوی دومره اندېښمن وي، نو دا محاصره دې پای ته ورسوي؛ ځکه چې د کیوبا د خلکو بنسټیزې ستونزې د همدې اوږدې محاصرې له امله دي."

ډیاز کانیل زیاته کړه چې کیوبایي سرتېرو په وینزویلا کې د عملیاتو پر مهال د امریکا د ځانګړو ځواکونو په وړاندې مقاومت وکړ، ده وویل چې د امریکا د شمېر او ټکنالوژۍ د برترۍ سره سره، هغه برید چې پلان یې ۵ دقیقې و، تر ۴۵ دقیقو زیات وخت یې ونیو.

هغه د امریکا د پوځي مداخلې د جدي پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: "موږ جګړه نه غواړو. موږ تل ویلي چې له امریکا سره اختلافات د خبرو اترو له لارې هواریدلی شي، خو د همکارۍ د هغو برخو موندلو لپاره چې د هوکړې لامل شي او موږ له جګړې لرې وساتي، باید جدي نیت او صداقت شتون ولري."

 

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.