لیدلوری
نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
آتن د ۱۱ دفاعي تدارکاتي پروګرامونو منظوري ورکړه، چې پکې د ۳.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د اسرائیلو لخوا جوړ شوی مدغم هوايي دفاعي سیسټم هم شامل دی.
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده

د یونان کیڼ اړخې ډلې "MeRA25" یا د "اروپايي ریښتیني نافرمانۍ جبهې" سیاسي ایتلاف د یونان پر حکومت باندې د "اخیلس شیلډ" توغندیز پلان د تصویب له امله کلکه نیوکه وکړه. دا پلان چې په اسرائیلي ټیکنالوژۍ ولاړ دی، میلیاردونه ډالره ارزښت لري.

دغې ډلې د اونۍ په پای کې په یوې اعلامیه کې وویل چې دا دفاعي پروګرام د دې هېواد دفاعي پالیسي د اسرائیلو جنګي پلانونو سره د تړلو پرته بل هیڅ هدف نه لري او د امنیت پر ځای ناامني او خطرونه زیاتوي.

د یونان "Ekathimerini" ورځپاڼې د جولای په ۲۴مه راپور ورکړ چې د بهرنیو چارو او دفاعي چارو حکومتي شورا دا کڅوړه منظوره کړې، او تمه ده چې دا اسرائیلي هوايي دفاعي سیسټم به د تړون له لاسلیک کېدو وروسته په ۳۵ میاشتو کې یونان ته وسپارل شي.

د راپور له مخې، "اخیلس شیلډ" به د الوتکو ضد، بالیسټیک ضد او ډرون ضد محافظت چمتو کړي. دا سیسټم به د اسرائیلو سپایډر ، باراک ایم ایکس (Barak MX) او د ډیویډ سلینګ (David's Sling) هوايي دفاعي سیسټمونه سره مدغم کړي، پداسې حال کې چې د ختیځې ایجې په ټاپوګانو کې ځای پر ځای شوي اوسني غیر حرکي (non-kinetic) ډرون ضد سیسټمونه به هم نوي کړي.

د دغه تړون له مخې به ۱۲ یوناني شرکتونه په پروژه کې برخه اخلي. د مذاکراتو په پایله کې، یونان ته د ۷۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت داخلي صنعتي کارونه ورکړل شوي، چې د ټول پروګرام د ارزښت ۲۵ سلنه جوړوي.

یونان، چې اوس مهال د خپلې هوايي حدودو د ساتنې لپاره د امریکا 'پیټریوټ' او زاړه روسي S-300 سیسټمونه کاروي، پلان لري چې تر ۲۰۳۶ کال پورې د خپلو وسله والو ځواکونو د عصري کولو لپاره شاوخوا ۳۲ میلیارده ډالره مصرف کړي. په دې کې له امریکا څخه تر ۴۰ پورې د F-35 نوي جنګي الوتکې او له فرانسې او ایټالیا څخه د جنګي بېړیو (frigates) پېرل شامل دي.

یونان او اسرائیل قوي اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې لري او د یونان په خاوره کې د هوايي روزنې مرکز چلوي، ګډ کلني پوځي تمرینونه کوي او د ډرون ضد سیسټمونو او سایبر امنیت کې همکاري کوي. تېر کال آتن د اسرائیلو لخوا جوړ شوي ۳۶ راکټي سیسټمونه د ۷۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت وپېرل.

د اسرائیلو د پوځي صنعت تمویل
"MeRA25" په خپله اعلامیه کې زیاته کړې: "د نسل وژونکي اسرائیل هېواد سره د سیاسي او دفاعي همغږۍ او مطلق تابعیت ستراتیژي نه یوازې د اخلاقي پلوه ناکامه ده، بلکې بې باکه او خطرناکه هم ده. دا په نظامي شخړو کې د یونان د ښکېلتیا نښه ده چې دا هېواد باید ورسره هیڅ ډول تړاو ونلري."

د دې پېرود مخالفین استدلال کوي چې د هغو وسلو پېرل چې په جګړه کې ازمویل شوي، په مستقیم ډول هغه اقدامات تمویلوي چې له امله یې لسګونه زره فلسطیني ملکي وګړي وژل شوي، لوږه خپره شوې او خلک په سیستماتیک ډول بې ځایه شوي دي - هغه څه چې ملګري ملتونه، پوهان او د بشري حقونو سازمانونه یې نسل وژنه بولي.

دا تړون په داسې حال کې کېږي چې د اسرائیلو د وسلو د صنعت په وړاندې نړیوال مخالفتونه مخ په زیاتېدو دي. په تېرو دوو-دریو کلونو کې، اسرائیلي دفاعي شرکتونه په لویو اروپايي دفاعي نندارتونونو کې، په ځانګړې توګه په فرانسه کې، له بندیزونو او غندنې سره مخ شوي دي.

منتقدین د دې تړون پر کورنیو ټولنیزو اغیزو هم نیوکه کوي او وايي: "په داسې وخت کې چې د ټولنیزې پالیسۍ لپاره سرچینې نږدې شتون نلري، عامه روغتیا او زده کړې په قصدي ډول د شخصي ګټو لپاره له پامه غورځول شوي، پداسې حال کې چې د کورونو کرایې او د ژوند لګښتونو بحران پر ټولنه فشار راوړی، حکومت غوره ګڼلې چې پر نړیوال نظامي-صنعتي کمپلیکس پیسې مصرف کړي."

"MeRA25" یو کیڼ اړخی سیاسي ګوند دی چې په ۲۰۱۸ کال کې د یونان د پخواني مالیې وزیر یانیس وروفاکیس لخوا رامنځته شوی او تمرکز یې په اروپا کې پر دیموکراتیکو اصلاحاتو او د ریاضت ضد سیاستونو دی.

 

وپلټۍ
ملګري ملتونه : اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې ترڅنګ په فلسطیني خاوره کې جنګي جنایتونه هم کړي
اوکراین د روسیې په ورونیژ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید وکړ.
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي
په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۲ کسان ټپیان شول
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی