د تورکیې ولسمشر د لیبیا لومړي وزیر ته د الوتکې د لوېدو له امله تسلیت وړاندې کړ

د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس برهان الدین دوران په وینا، د تورکیې ولسمشر د ټیلیفون له لارې د لیبیا له لومړي وزیر سره خبرې وکړې او په تورکیه کې د هغې الوتکې د سقوط له امله یې خواخوږي څرګنده کړه چې پکې د لیبیا د پوځ مشر ووژل شو.

By
د تورکیې ولسمشر د لیبیا لومړي وزیر ته د الوتکې د لوېدو له امله تسلیت وړاندې کړ / AA

د تورکیې ولسمشر د لیبیا لومړي وزیر ته د الوتکې د لوېدو له امله تسلیت وړاندې کړ

د تورکیې د عامه اړیکو رئیس وايي، ولسمشر  رجب طیب اردوغان په انقره کې د الوتکې د لوېدو له امله د لیبیا د پوځ د مشر له وژل کېدو وروسته د عبدالحمید دبیبه سره په ټیلیفوني اړیکه کې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس برهان الدین دوران په وینا، د تورکیې ولسمشر د ټیلیفون له لارې د لیبیا له لومړي وزیر سره خبرې وکړې او په تورکیه کې د هغې الوتکې د سقوط له امله یې خواخوږي څرګنده کړه چې پکې د لیبیا د پوځ مشر ووژل شو.

دوران وویل، د چهارشنبې په ورځ د عبدالحمید دبیبه سره په ټیلیفوني تماس کې، د تورکیې رجب طیب اردوغان «د هغې الوتکې د سقوط له امله چې د لیبیا د لوی درستیز جنرال محمد علي الحداد او ورسره مل کسان پکې سپاره وو، د مرګ ژوبلې په اړه خپله خواشیني او خواخوږي څرګنده کړه».

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا تر دې وړاندې ویلي وو چې د فالکن ۵۰ ډوله سوداګریز جېټ الوتکې ټوټې، چې د سه ‌شنبې په ورځ د انقرې له اسنبوغا هوايي ډګر څخه طرابلس ته روانه شوې وه، د ژاندارما ځواکونو له خوا د انقرې د هایمانه ولسوالۍ د کِسیک‌ کاواک سیمې څخه شاوخوا دوه کیلومتره سوېل کې وموندل شوه.

یرلیکایا وویل چې د الوتکې تور بکس او د کابین د غږ ثبتوونکی د چهارشنبې په سهار وموندل شول.

هغه زیاته کړه چې د دغو وسایلو د څېړنې بهیر د الوتکې د سقوط د لامل د معلومولو لپاره پیل شوی دی.

د مړینو وروسته، د لیبیا د ملي یووالي حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.