نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
تایوان وایي چې ۴۷ چینایي الوتکې او ۷ بحري کښتۍ د ټایوان د ټاپو نږدې په فعالیت لیدلي دي
د ټایوان دفاع وزارت اعلان وکړ چې الوتکې، سمندري کښتۍ او د ساحلي توغندیو سیسټمونه يي خپلو پولو ته نږدې د چینايي کښتیو او الوتکو د فعالیت د تثبیت نه وروسته فعاله کړي دي.
تایوان وایي چې ۴۷ چینایي الوتکې او ۷ بحري کښتۍ د ټایوان د ټاپو نږدې په فعالیت لیدلي دي
/ AP

د تایوان د دفاع وزارت ویلي چې ۴۷ چینایي الوتکې، اووه سمندري کښتۍ او یوه رسمي بیړۍ د تایوان د ټاپو شاوخوا ته په فعالیت بوختې دي. د وزارت په وینا، د شنبې په ورځ د چین د خلکو د ازادۍ پوځ ۴۱ الوتکې د منځنۍ کرښې څخه تېرې شوې او د تایوان د شمالي، سوېلي لوېدیځ او ختیځ هوايي دفاعي پېژندنې زون ته داخلې شوې.

وزارت زیاته کړې چې دغه فعالیتونه  په  ځايي وخت د  سهار ۶ بجو  پورې کشف شوي دي، او د دې په ځواب کې یې الوتکې، سمندري کښتۍ او د ساحلي توغندیو سیسټمونه په کار اچولي دي.

د هوايي دفاع پېژندنې زون هغه ټاکل شوې سیمه ده چې د یوه هېواد له حاکمې پولې هاخوا په نړیواله هوايي فضا کې غځېدلې وي، او د ملي امنیت لپاره د الوتکو پېژندنه پکې اړینه ګڼل کېږي. چین، چې تایوان د خپل جلا شوې ولایت په توګه ګڼي، نه د منځنۍ کرښې پېژندنه کوي او نه د هوايي دفاع زون مني. خو تایپي له ۱۹۴۹ کال راهیسې په خپلواکي ټینګار کوي.

وپلټۍ
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې