نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د انګلستان پخواني پوځيانو په افغانستان او عراق کې د انګلیس ځواکونو د جرایمو نه پرده لرې کړه
د انګلستان د ځانګړو ځواکونو له ۳۰ څخه زیات پخواني غړیو د عراق او افغانستان په عملیاتو کې د ادعا شویو جنګي جرمونو  چې پکې ملکي وګړي، بندیان او حتی ماشومان هم شتون لري په اړه د شاهدي ورکولو نه یادونه کړې ده.
د انګلستان پخواني پوځيانو په افغانستان او عراق کې د انګلیس ځواکونو د جرایمو نه پرده لرې کړه
/ AFP

پخوانیو سرتیرو د دوشنبې په ورځ د بي بي سي د پانوراما پروګرام ته په خبرو کې، څرګنده کړه چې د ځانګړو هوایي خدماتو (SAS) او ځانګړو سمندري ځواکونو  (SBS) غړیو به په منظمه توګه غیرمسلح کسان وژني کولې، چې ډېری وخت به یې لاسونه تړلي یا په خوب و.

یو پخواني د هوايي ځواکونو سرتیري چې په افغانستان کې یې خدمت کړی و، وویل: "هغوی یو ځوان هلک چې  لاسونه يي تړلی و  په ډزو یې وواژه. هغه ښکاره ماشوم و، د جګړې عمر ته نږدې هم نه و."

بل پخواني سرتیري وویل چې د بندیانو وژل "معمولي خبره ګرځېدلې وه." هغه زیاته کړه: "هغوی به یو څوک تلاشي کاوه، لاسونه به یې ورتړل او بیا به یې ویشت. وروسته به یې لاس تړونکي پرې کول او د جسد سره به یې ټوپک ایښود."

دغه تورونه له یوې لسیزې څخه زیات وخت رانغاړي، چې د عامه پلټنې تر څار لاندې درې کلن موده تر ډېره اوږده ده.

د لومړي ځل لپاره، د شاهي سمندري ځواکونو هم د غیرمسلح او ټپي کسانو د وژلو په تور تورن شوی دی.

‘دلته ډېر رواني قاتلان وو’

یو پخواني سمندري ځواکونو سرتیري د ځینو ځواکونو کړنې "وحشيانه" وبللې. هغه وویل: "ما ولیدل چې تر ټولو ارام کسان بدل شول، جدي رواني ځانګړتیاوې یې ښکاره کړې. هغوی په ښکاره له قانون څخه سرغړونې کولې. هغوی ځانونه نه لمس کېدونکي ګڼل."

سرتیري ادعا کوي چې ملکي وګړي او مشکوک کسان به حتی هغه مهال وژل کېدل چې هېڅ ګواښ به یې نه و جوړ کړی.

یو پخواني د هوايي ځواکونو سرتیري وویل: "که یو هدف په لیست کې دوه یا درې ځله مخکې راغلی و، نو موږ به د هغه د وژلو په نیت ورغلو. ډېری وخت هلته ټول نارینه وژل کیدل."

بل شاهد وویل چې وژنه "کولی شي یو روږدي عمل شي" او ځینې ملګري یې "رواني قاتلان" وبلل. هغه زیاته کړه: "هغوی به ورننوتل او ټول هغه کسان به یې چې هلته په خوب کې ویده ول، ویشتل. دا توجیه نه لري چې خلک په خوب کې ووژل شي."

عیني شاهدانو هم وویل چې سرتیرو به د صحنې د جعلي کولو لپاره "جعلي وسلې" کارولې ترڅو غیرقانوني وژنې پټې کړي.

یو شاهد وویل: "هلته یوه جعلي لاسي بم وه چې هغوی به د هدف ځای ته وړله." نورو د AK-47 ټوپکونو د انتقال یادونه وکړه چې د جسدونو سره به یې ایښودل.

د عملیاتو وروسته راپورونه به ډېری وخت د لوړ پوړو افسرانو په مرسته پټیدل .

یو پخواني سرتیري وویل: "موږ پوهېدو چې څنګه د جدي پېښو د بیاکتنې راپورونه ولیکو ترڅو د پوځي پولیسو ته د راجع کولو مخه ونیسو." بل یې دغه راپورونه "افسانه" وبلل.

د غیرمسلح ملکي وګړو وژنه

یو پخواني د سمندري ځواکونو غړي په عراق کې د یوې عملیات په اړه وویل چې یو سړی اعدام شو، سره له دې چې هېڅ ګواښ یې نه و رامنځته کړی او  نه هم وسله وال و.

دغه غړي دغه وژنه "شرموونکې" وبلله او د عملیاتو د مسلکیتوب نشتوالی یې وغنده. هغه وویل: "دا ډېر ښکاره و چې هغه هېڅ ګواښ نه و رامنځته ، هغه وسله وال نه و. دا شرموونکې ده. په دې کې هېڅ مسلکیتوب نشته." هغه زیاته کړه چې دغه وژنه هېڅکله په سمه توګه ونه څېړل شوه.

د هغه په وینا، ستونزه له هغه ډېر مخکې پیل شوې وه چې دغه ډله افغانستان ته لاړه، او لوړ پوړي قوماندانان په دې ښه خبر وو.

د بي بي سي پانوراما راپور ورکوي چې پخواني لومړي وزیر ډیویډ کامرون ته د هغه وخت د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا په پرله‌پسې ډول د وژنو په اړه شکایتونه شوي وو.

پخواني د ناټو امریکایي سفیر جنرال ډګلس لوټ وویل: "هغه د شپې د چاپو، ملکي تلفاتو او نیونو په اړه په خپلو شکایتونو کې ډېر ثابت و. هېڅ لوړ پوړی لوېدیځ ډیپلومات یا پوځي مشر به نه و چې دا یې نه وي اورېدلي چې دا د هغه لپاره یوه لویه ستونزه وه."

د کامرون ویاند وویل چې راپورته شوې اندېښنې د ناټو ځواکونو په اړه وې، نه د ځانګړو برتانوي عملیاتو په اړه، او د هر ډول پټولو تورونه یې رد کړل.

د برتانیې د دفاع وزارت وویل چې د عامه پلټنې ملاتړ کوي او ټول پخواني سرتیري هڅوي چې د معلوماتو سره وړاندې شي، خو د پلټنې په چوکاټ کې د تورونو په اړه یې له تبصرې ډډه وکړه.

پخواني پوځي څارنوال بروس هولډر KC وویل چې پلټنه باید دا معلومه کړي چې د وژنو په اړه معلومات څومره لوړ پوړو ته رسېدلي وو: "تاسو اړتیا لرئ پوه شئ چې فساد څومره لوړ ته رسېدلی و."

 

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی