سیاست
3 د لوستلو دقیقې
مکرون : د اروپا لویې وچې د ساتنې لپاره د فرانسې د اټومي مخنیوي ځواک د کارولو په امکان به بحث وکړي
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه به د اروپایي متحدینو سره د روسیې د ګواښونو څخه د براعظم د ساتنې لپاره د فرانسې د اټومي مخنیوي ځواک د کارولو په امکان بحث وکړي.
مکرون : د اروپا لویې وچې د ساتنې لپاره د فرانسې د اټومي مخنیوي ځواک د کارولو په امکان به بحث وکړي
/ MAXAR TECHNOLOGIES VIA GOOGLE/ Handout via Reuters

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغه به د اروپایي متحدینو سره د روسیې د ګواښونو څخه د براعظم د ساتنې لپاره د فرانسې د اټومي مخنیوي ځواک د کارولو په امکان بحث وکړي. هغه دا څرګندونې د امریکا د احتمالي شاته کیدو به اړه د اندیښنو د راپاریدو نه وروسته وکړې.

فرانسه په اروپايي ټولنه کې یوازینی اټومي ځواک دی.

مکرون، د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د ځانګړې سرمشریزې څخه مخکې په یوه ټلویزیوني وینا کې، روسیه "د فرانسې او اروپا لپاره ګواښ" وباله، او ویې ویل چې هغه پریکړه کړې چې "فرانسي د (اټومي) مخنیوي ځواک له لارې په اروپایي وچه کې د خپلو متحدینو د ساتنې په اړه ستراتیژیک بحث پرانیزي."

هغه وويل چې د فرانسې د اټومي وسلو کارول به یوازې د فرانسې د ولسمشر په لاس کې وي.

مکرون دا اقدام وروسته د هغه وکړ چې د جرمني د ټاکنو ګټونکي فریدریش میرز څه موده مخکې د فرانسې سره د اټومي ځواک د ویش په اړه د مذاکراتو د پیلولو غوښتنه کړې وه.

د اروپايي ټولنې مشران نن د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د سرمشریزې په جریان کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د اټومي مخنیوي مسلې په اړه هم خبرې وکړي، چې تمرکز به یې د اوکراین او اروپا پر دفاعي ملاتړ وي. د ناټو اروپايي متحدین له لسیزو راهیسې د امریکا په ځواکمن دفاعي ځواک حساب کوي.

مکرون وویل، "د اروپا د راتلونکې په اړه پریکړه باید په واشنګټن یا مسکو کې کې ونشي" او ټینګار یې وکړ چې په ۱۹۸۹ کال کې د برلین دیوال له ړنګیدو وروسته رامنځته شوه معصومیت ، "اوس پای ته رسیدلې ده."

د روسیې ګواښ

مکرون وویل چې روسیه اوس د خپلې دولتي بودیجې ۴۰ سلنه په پوځي لګښتونو لګوي، او پلان لري چې تر ۲۰۳۰ پورې خپل پوځ د ۳۰۰،۰۰۰ اضافي سرتیرو، ۳،۰۰۰ ټانکونو او ۳۰۰ جیټ جنګي الوتکو سره پراخ کړي. مکرون وپوښتل: "څوک باور کولی شي چې د نن ورځې روسیه به په اوکراین کې  ودریږي؟"

مکرون وویل، متحدین باید ډاډ ترلاسه کړي چې روسیه بای د احتمالي سولې تړون له لاسلیک وروسته بیا پر اوکراین یرغل ونه کړي.

هغه وويل، دا د "اوکرايني پوځ لپاره اوږدمهاله ملاتړ" او په اوکراین کې د ممکنه اروپايي ځواکونو د ځای پرځای کولو سره شونی دی.

مکرون په تفصیل سره وویل "دا ځواکونه به "په لومړۍ کرښه کې ونه جنګیږي، مګر دوی به هلته وي، برعکس، کله چې سوله لاسلیک شي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې په بشپړ ډول درناوی کیږي." هغه وویل چې د اروپایي هیوادونو د پوځ د مشرانو یوه غونډه به راتلونکې اونۍ په پاریس کې جوړه شي چې غواړي په دې کې برخه واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اروپا غږ  کړی چې د براعظم د ساتنې ډیر بار په غاړه واخلي، او د ټرمپ ادارې چارواکو اشاره کړې چې د امریکا د ښکیلتیا اوسنۍ کچه ممکن د تل لپاره نه وي.

مکرون دا هم وویل چې هغه هیله لري چې ټرمپ قانع کړي چې له اروپا څخه په وارداتو تعرفې ونه لګوي.

ټرمپ ګواښ کړی چې په اروپايي توکو به ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي، او استدلال یې کړی چې اروپايي ټولنې په قصدي ډول له امریکا سره سوداګري کمزورې کړې ده، چې د اروپايي ټولنې مشرانو دا خبره رد کړې ده.

وپلټۍ
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»