نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا په جورجیا ایالت کې په یوې پوځي هډه کې د وسله وال برید له امله ګڼشمیر کسان ټپیان شوي دي.
د امریکا د فورټ سټیوارټ پوځي هډې لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې پرون چارشنبه د اګست ۶ مه پدې هډه کې وسله وال برید شوی دی.
د امریکا په جورجیا ایالت کې په یوې پوځي هډه کې د وسله وال برید له امله ګڼشمیر کسان ټپیان شوي دي.
/ AP

د امریکا په جورجیا ایالت کې په یوې پوځي هډه کې د وسله وال برید له امله ګڼشمیر کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا د فورټ سټیوارټ پوځي هډې لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې پرون چارشنبه د اګست ۶ مه پدې هډه کې وسله وال برید شوی دی.

په بیان کې راغلي دي چې پرون چارشنبه د فورټ سټیوارټ د پوځي هډې  د دوهمې زغروالې لوا د تجمع په سیمه کې، د وسله وال برید په یوه پېښه کې پنځه پوځیان ټپیان  شوي دي. ټول پوځیان په سیمه  کې  د لومړۍ تداوۍ نه وروسته د لا ښې  درملنې لپاره د وین پوځي روغتون ته لیږدول شوي دي. ټولنې ته کوم فعال ګواښ شتون نلري. د سهار په ۱۰:۵۶ بجو، د دوهمې زغروالې لوا کمپلکس ته د  ډزو له امله  پولیس ځواکونه واستول شول. بریدګر د سهار په ۱۱:۳۵ بجو ونیول شو.

سیمه د سهار په ۱۱:۰۴ بجو محاصره شوه او فورټ سټیوارټ هډه د غرمې تر ۱۲:۱۰ بجو پورې د پولیسو تر محاصرې لاندې وه.  . د پېښې په اړه تحقیقات دوام لري او تر هغه وخته پورې چې تحقیقات بشپړ شوي نوي هیڅ اضافي معلومات به خپاره نشي.

د پوځ د چارواکو په وینا، د چهارشنبې په ورځ په فورټ سټیوارټ کې، چې د جورجیا په سویل ختیځ کې د پوځ یو مرکز دی، یوه پوځي پر خپلو همکارانو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې پنځه پوځیان ټپیان شول، خو حالت یې ښه دی.

د دریمې پیاده لوا عمومي قومندان برید جنرال جان لوباس د چهارشنبې په ماسپښین په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د بریدګر نوم سرجنټ کورنیلیوس راډفورډ په ګوته کړ، چې په اتوماتیک لوژستیک کې یې کار کاوه. د لوباس په وینا، قربانیان د راډفورډ همکاران وو او هغه  په برید کې د خپل شخصي لاسي ټوپک څخه کار اخیستی و. هغه زیاته کړه چې راډفورډ مخکې د جګړې په کومه سیمه کې نه و ګمارل شوی.

لوباس وویل چې څو پوځیان چې د ډزو شاهدان وو، "سمدستي او له کوم ځنډ پرته" یې بریدګر کلک ونیو او مهار یې کړ، چې پولیسو ځواکونو ته یې د هغه د توقیف زمینه برابره کړه.

لوباس وایي چې درې پوځیانو عملیاتو ته اړتیا درلوده، خو تمه کیږي چې پنځه واړه قربانیان به روغ شي. کورنیو ته یې هم خبر ورکړل شوی دی.

وپلټۍ
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو