نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
رافایل ګروسي :تمه لري چې پدې اونۍ کې په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځه خبرې پیل شي
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس  مشر رافایل ګروسي د چهارشنبې په ورځ وویل، دی تمه لري چې متحده ایالات او ایران به د روانې اونۍ په پای کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې دا ځل به د مذاکراتو ساحه ډېره پراخه وي.
رافایل ګروسي :تمه لري چې پدې اونۍ کې په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځه خبرې پیل شي
رافایل ګروسي :تمه لري چې پدې اونۍ کې په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځه خبرې پیل شي / AP


پاکستاني سرچینې وايي چې په ۴۸ ساعتونو کې د ایران او امریکا د خبرو په برخه کې د یوې لویې بریا (پرمختګ) تمه کیږي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس  مشر رافایل ګروسي د چهارشنبې په ورځ وویل، دی تمه لري چې متحده ایالات او ایران به د روانې اونۍ په پای کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې دا ځل به د مذاکراتو ساحه ډېره پراخه وي.

ګروسي له ایټالوي ورځپاڼې "Corriere della Sera" سره په مرکه کې وویل چې تمه ده په دغو بحثونو کې پر توغندیو، د ایران پلوه وسله والو ډلو او تهران ته پر امنیتي تضمینونو خبرې وشي. هغه وویل: "دا ځل به پر میز توغندي، له اسلامي جمهوریت سره متحدې ملېشې او د ایران لپاره امنیتي تضمینونه هم شامل وي."

په ورته وخت کې، پاکستاني سرچینو د تورکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو کې د یوې لويې بریا  تمه کیږي. د راپور له مخې، تهران د هراړخیزو امنیتي تضمینونو غوښتنه کوي او دغه راز په روانه شخړه کې د اوښتو زیانونو لپاره د تاوان (جبران) غوښتونکی دی.

ګروسي وویل چې یوه لنډمهاله حل لاره ممکنه ده، خو ټینګار یې وکړ چې دا حل باید نظامي نه وي. هغه زیاته کړه: "بدیلې ډیپلوماټیکې طرحې شتون لري چې له مخې یې په اوسني وخت کې د یورانیمو غني کول ودرول شي، ځکه سیاسي، نظامي او د باور وضعیت اوس د دې اجازه نه ورکوي؛ او په اصل کې دا موضوع له پنځو یا لسو کلونو وروسته بیا وڅېړل شي."

متحده ایالاتو او اسرائیلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران هوايي بریدونو ته دوام ورکړی، چې تر اوسه پکې له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي، چې د ایران هغه وخت ستر مذهبي مشر علي خامنه ای هم پکې شامل و.

تهران په ځواب کې پر اسرائیل، اردن، عراق او هغو خلیجي هېوادونو چې د امریکا نظامي اډې پکې دي، د ډرون او توغندیو بریدونه کړي دي. دغو بریدونو مرګ ژوبله اړولې، بنسټیز تاسیسات یې زیانمن کړي او نړیوال مارکیټونه او هوايي چلند یې ګډوډ کړی دی.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ