رافایل ګروسي :تمه لري چې پدې اونۍ کې په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځه خبرې پیل شي
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي د چهارشنبې په ورځ وویل، دی تمه لري چې متحده ایالات او ایران به د روانې اونۍ په پای کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې دا ځل به د مذاکراتو ساحه ډېره پراخه وي.
پاکستاني سرچینې وايي چې په ۴۸ ساعتونو کې د ایران او امریکا د خبرو په برخه کې د یوې لویې بریا (پرمختګ) تمه کیږي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي د چهارشنبې په ورځ وویل، دی تمه لري چې متحده ایالات او ایران به د روانې اونۍ په پای کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې دا ځل به د مذاکراتو ساحه ډېره پراخه وي.
ګروسي له ایټالوي ورځپاڼې "Corriere della Sera" سره په مرکه کې وویل چې تمه ده په دغو بحثونو کې پر توغندیو، د ایران پلوه وسله والو ډلو او تهران ته پر امنیتي تضمینونو خبرې وشي. هغه وویل: "دا ځل به پر میز توغندي، له اسلامي جمهوریت سره متحدې ملېشې او د ایران لپاره امنیتي تضمینونه هم شامل وي."
په ورته وخت کې، پاکستاني سرچینو د تورکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو کې د یوې لويې بریا تمه کیږي. د راپور له مخې، تهران د هراړخیزو امنیتي تضمینونو غوښتنه کوي او دغه راز په روانه شخړه کې د اوښتو زیانونو لپاره د تاوان (جبران) غوښتونکی دی.
ګروسي وویل چې یوه لنډمهاله حل لاره ممکنه ده، خو ټینګار یې وکړ چې دا حل باید نظامي نه وي. هغه زیاته کړه: "بدیلې ډیپلوماټیکې طرحې شتون لري چې له مخې یې په اوسني وخت کې د یورانیمو غني کول ودرول شي، ځکه سیاسي، نظامي او د باور وضعیت اوس د دې اجازه نه ورکوي؛ او په اصل کې دا موضوع له پنځو یا لسو کلونو وروسته بیا وڅېړل شي."
متحده ایالاتو او اسرائیلو د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې پر ایران هوايي بریدونو ته دوام ورکړی، چې تر اوسه پکې له ۱۳۴۰ څخه ډېر کسان وژل شوي، چې د ایران هغه وخت ستر مذهبي مشر علي خامنه ای هم پکې شامل و.
تهران په ځواب کې پر اسرائیل، اردن، عراق او هغو خلیجي هېوادونو چې د امریکا نظامي اډې پکې دي، د ډرون او توغندیو بریدونه کړي دي. دغو بریدونو مرګ ژوبله اړولې، بنسټیز تاسیسات یې زیانمن کړي او نړیوال مارکیټونه او هوايي چلند یې ګډوډ کړی دی.