د ارمنستان لومړی وزیر د آذربایجان سره د سولې تړون لاسليکولو ته چمتو دی

د دواړو هیوادونو لخوا تېره اونۍ پر مسوده موافقه وشوه، چې د دوی د لسګونو کلونو اوږد تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره مهم ګام ګڼل کیږي.

/ Reuters

د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان د خپل هېواد او ګاونډي اذربایجان ترمنځ د سولې د تړون د مسودې د لاسلیک لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

پاشینیان د چهارشنبې په ورځ په ایکس (پخوانی ټویټر) کې په یوه بیان کې وویل: "د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د تړون مسوده هوکړه شوې او د لاسلیک لپاره چمتو ده. زه چمتو یم چې په دې هوکړه شوې مسوده خپل لاسلیک وکړم."

د پاشینیان څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې تېره پنجشنبه اذربایجان او ارمنستان دواړو په جلا توګه د سولې د تړون په مسوده هوکړه وکړه، چې موخه یې د څو لسیزو اوږدې شخړې پای ته رسول او د باکو او یریوان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې ټینګول دي.

دواړه پخواني شوروي جمهوریتونه له ۱۹۹۱ کال راهیسې په کړکېچ کې دي، کله چې د ارمنستان پوځ قره باغ سیمه—چې په نړیواله کچه د اذربایجان برخه ګڼل کېږي—او اووه شاوخوا سیمې ونیولې.

د دغو سیمو ډېره برخه اذربایجان د ۲۰۲۰ کال د مني په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې بېرته ونیوله، چې د روسیې په منځګړیتوب د سولې تړون په پایله کې پای ته ورسېده او د اړیکو عادي کولو او د سرحدونو د ټاکلو خبرو ته یې لاره هواره کړه.

په سپټمبر ۲۰۲۳ کې اذربایجان په قره باغ کې بشپړ واک ترلاسه کړ، وروسته له هغه چې د سیمې بېلتون غوښتونکي ځواکونو تسلیم شول.