لیدلوری
سیاست
3 د لوستلو دقیقې
دبندیانو له قوله په امریکا کې د الاباما د زندان مستند.
"د الاباما حل" نومی مستند، د سنډنس فلم فیسټیوال کې خپلې لومړنۍ نندارې سره د الاباما زندانونو پټ رازونه بربنډ کړل او د تاوتریخوالي، جبري کار او فساد په څیر سیستماتیکې ستونزې یې رابرسیره کړې.
00:00
دبندیانو له قوله په امریکا کې د الاباما د زندان مستند.
دبندیانو له قوله په امریکا کې د الاباما د زندان مستند. / TRT Global

د الاباما د زندان  بندیانو، خپلې وحشتناکه خاطرې رابرسیره کړې او مستند جوړونکو ته ېې واورولې. د اندرو جاریکي او شارلوټ کافمن لخوا چمتو شوی "د الاباما حل" نومی مستند په دغه اونۍ کې د پارک سیټي سنډنس فلم په فیسټیوال کې دلومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شو.

جاریکي او کافمن په ۲۰۱۹ کال کې د الاباما زندانونو سره لیوالتیا پیدا کړه. د "The Jinx" او "Capturing The Friedmans" په څیر تولیداتو سره پیژندل شوې جوړې، لومړی د زندان په انګړ کې د یوې دیني غونډې پر مهال محدودو سیمو ته لاسرسی ترلاسه کړ.

دلته بندیانو، مستند جوړونکو ته د زندان دننه ژوند  او واقعیتونو په اړه حیرانوونکې کیسې وکړې: جبري کار، نشه يي توکي، تاوتریخوالی، ګواښونه، غچ اخیستل او د ډیرو بندیانو د مړینې پټ شوي حقیقتونه.

اسوشیټډ پریس، د ایالت د زندان دسیستم د ستونزو په اړه پراخه راپورونه خپاره کړي دي. په دې کې د تاوتریخوالي لوړه کچه، د کارکوونکو کمه شمیره، د مشروط خوشې کیدو کمه کچه او د وبا وجهي فنډونو د یو غټ زندان جوړولو لپاره کارول شامل دي.

په دې بهیر کې، د ملوین رای او رابرټ ایرل کونسل (چې د "کینیټیک جسټس" په نوم هم پیژندل کیږي) تر منځ اړیکې ټینګې شوي، کوم چې د کلونو راهیسې د سیستم د وحشتناکو شرایطو او ژور فساد په ډاګه کولو کې هڅه کوله.

فعالانو د غیرقانوني ټیلیفونونو له لارې د مستند جوړوونکو ته د معلوماتو په رسولو کې مرسته وکړه.

کافمن وویل، "موږ د دوۍ د خوندیتوب په اړه ژوره اندیښنه لرو او د هغه وخت څخه چې موږ لومړی ځل دوی سره ولیدل داسې ده." "دویۍ دا کار له لسیزو راهیسې کوي او لکه څنګه چې تاسو په فلم کې وینئ، دوۍ د غچ اخیستلو سره په خورا سخت ډول مخامخ شوي دي. خو، داسې وکیلان هم شته چې د هرډول غچ اخیستنې په صورت کې د هوساینې کتنې او د دوی لیدلو ته چمتو دي."

د فلم په لومړنۍ ننداره کې شارلوټ کافمن، کونسل ته په ټیلیفون کې غوږ نیولی و. دوۍ مایکروفون خپل موبایل ته نږدې کړ او د کونسل خبرې یې سالون ته خپرې کړې.

د بندیانو د کورنۍ ځینې غړي هم په لیدونکو کې وو. په دوۍ  د سټیون ډیویس مورساندي رای هم وه، څوک چې په ۲۰۱۹ کال کې د ویلیم ای. ډونالډسن اصلاحي مرکز کې تر هغه حده ووهل شو چې مخ یې نه پیژندل کیده او ومړ.

د زندان چارواکو ویلي چې ډیویس د ځان دفاع په موخه ووژل شو ځکه چې هغه خپلې وسلې نه پریښودې. خو بندیان بیا بیخي یوه بیله کیسه بیانوي.

الیلور "الیکس" ډوران، چې په نیویارک کې یې ۱۲ کاله په زندان کې تیر کړي، هم د فلم په جوړولو کې مرسته وکړه. جاریکي وویل چې د یو داسې کس له مهارت پرته چې مخکې بندي و، دوی به دا موضوع نه وای څیړلې. ډوران وویل، "هغه څه چې تاسو په دې فلم کې وینئ، په ټول هیواد کې روان دي.

وپلټۍ
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.