په استانبول کې د اسرائیل قونسلګرۍ ترڅنګ په وسله واله نښته کې ۳ تنه ترهګر له خپو وغورځول شول.
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ وویل چې د استانبول په بشیکتاش ولسوالۍ کې د اسرائیل قونسلګرۍ ته څېرمه وسله واله نښته شوې، چې پکې درې وسله وال شکمن کسان له منځه یووړل شول او دوه پولیس افسران ټپیان شول.
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر وویل چې په استانبول کې د اسرائیل قونسلګرۍ ته نږدې تر وسله والې نښتې وروسته درې ترهګر له منځه یووړل شول.
د تورکیې د کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ وویل چې د استانبول په بشیکتاش ولسوالۍ کې د اسرائیل قونسلګرۍ ته څېرمه وسله واله نښته شوې، چې پکې درې وسله وال شکمن کسان له منځه یووړل شول او دوه پولیس افسران ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزیر مصطفی چفتچي وویل چې شکمنو کسانو د "Yapı Kredi Plaza" کمپلیکس څخه بهر پر پولیسو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې نښته رامنځته شوه او درې واړه بریدګر "له منځه یووړل شول". ټپي شویو افسرانو برسېرن (سطحي) ټپونه اخیستي دي.
د عدلیې وزیر اکین ګورلیک وویل چې څارنوالانو سمدستي په سیمه کې د ډزو د لومړنیو راپورونو په اړه څېړنې پیل کړې او سیمې ته یې د څارنوالۍ یو مرستیال او دوه څارنوالان لېږلي دي.
د استانبول والي داود ګل وویل چې د اسرائیل قونسلګري، چې په دغه پلازا کې دننه موقعیت لري، له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې تړلې ده.
چارواکو وویل چې شکمن کسان له ازمیت ولایت څخه استانبول ته په یوه کرایه شوي موټر کې سفر راغلي و. معلومه شوه چې یو تن یې له یوې داسې ډلې سره تړاو درلود چې له دین څخه په ناوړه ګټه اخیستنه (استثمار) تورنه ده، پداسې حال کې چې بل یې – چې په شکمنو کسانو کې یو له دوو وروڼو څخه و – د مخدره توکو پخوانۍ جنايي سابقه لرله.
چارواکو وویل چې دا څېړنې له امنیتي ارګانونو سره په نږدې همغږۍ روانې دي او هڅې پر دې متمرکزې دي چې د برید بشپړ اړخونه او احتمالي انګېزې روښانه شي.