د اندونیزیا د پلازمینې کوڅې د یوې اونۍ خونړیو مظاهرو نه وروسته نن د جمعې  ورځ یو اندازه ارامه وې

د اندونیزیا د پلازمینې کوڅې د یوې اونۍ سختو او خونړیو مظاهرو نه وروسته نن د جمعې  ورځ یو اندازه ارامې وې. د ویلو ده چې پدې مظاهرو کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وې.  د بله پلوه په هیواد کې د مولود شریف په مناسبت رخصتي ده.

/ AA

د اندونیزیا د پلازمینې کوڅې د یوې اونۍ سختو او خونړیو مظاهرو نه وروسته نن د جمعې  ورځ یو اندازه ارامې وې. د ویلو ده چې پدې مظاهرو کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وې.  د بله پلوه په هیواد کې د مولود شریف په مناسبت رخصتي ده.

دغه مظاهرې د زده‌کوونکو، کارګرانو او د بشري حقونو ډلو له خوا وروسته له هغه پيل شوې چې په هیواد کې د پارلمان وکیلانو ته  د کورونو په خاطر امتیازات ورکړل شو.  چې په لومړي سر کې د پارلمان د غړو د کورونو د امتیازاتو په اړه د خلکو د غوسې له امله پيل شوې مظاهرې وروسته له هغې زیاتې شوې چې په جاکارتا کې د یوې مظاهرې پر مهال پولیسو یو تن مظاهره کوونکی په مرګوني ډول وواهه.

مظاهرو په چټکۍ سره نورو سیمو ته هم پراختیا ومونده.

د پارلمان د غړو امتیازات او د پولیسو کړنې

د پنجشنبې په ورځ، د زده‌کوونکو ډلو د کابینې له وزیرانو سره ولیدل ترڅو د پارلمان د غړو د امتیازاتو او د مظاهره‌چیانو پر وړاندې د پولیسو د کړنو په اړه خپلې شکایتونه وړاندې کړي. د اوونۍ په پیل کې، دوی د پارلمان له غړو سره هم خبرې کړې وې، خو تر اوسه پورې د ولسمشر پروبواو سوبيانتو سره د لیدنې هڅې ناکامې شوې دي.

د بشري حقونو ډلې وایي چې دغه مظاهرو درانه زیانونه هم  اړولي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ څخه زیات کسان د امنیتي ځواکونو سره په نښتو او نورو ګډوډیو کې ټپیان شوي دي.

چارواکو په ټول هېواد کې له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان نیولي دي، چې د بشري حقونو ډلو دا یو پراخ ځپونکی اقدام بللی دی.

حکومت تر اوسه پورې نه دی اعلان کړی چې ایا د کورونو د امتیازاتو یا د امنیتي ځواکونو د کړنو بیاکتنه به وکړي که نه، چې دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د رخصتۍ له پای ته رسېدو وروسته به