د سوریې په ختیځ کې د پولیسو په یو مرکز د موټر بم چاودنه وشوه.

د سوریې د دولتي خبري اژانس سانا د خبر له مخې پرون یکشنبه د سوریې په ختیځ کې د پولیسو په یو مرکز د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يي د درې پولیس افسرانو او دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

/ AFP

د سانا د راپور له مخې، چاودنه د دیرالزور په ختیځه سیمه کې د المیادین ښار د پولیسو پوستې ته نږدې وشوه."

د المیادین ښار رئیس خلیل عبدالمنعم الایوب خبري رسنیو ته  وویل: " د ماښام د ۷ بجو او ۱۳ دقیقو په شاوخوا کې  د المیادین د پولیسو پوستې ته نږدې چاودنه وشوه."

هغه زیاته کړه: "لومړنۍ پلټنې او د تحقیقات ښيي چې دا چاودنه د موټر بم له امله شوې، چې په پایله کې درې د عمومي امنیت غړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي."

د چاودنې په پایله کې پنځه کسان وژل شوي، چې څلور یې د پولیسو افسران وو.

د جګړې څارونکو په وینا، دغه چاودنه د المیادین په ښار کې د عمومي امنیت، چې د هېواد نوې پولیس ځواک دی، د امنیتي کمپاین د پیل سره هممهاله شوې وه.