د پاریس د هوايي دګر کارکوونکی ( فلسطین ازاد کړۍ ) د شعار ورکولو له امله له دندې ګوښه کړی شو.

د فرانسې د ټرانسپورټ وزیر ویلي دي د پاریس د هوایي ډګر یو کارکوونکی د دې لپاره له دندې ګوښه کړی چې  د اسرائیلي هوایي شرکت د عملې سره د راډیو له لارې په خبرو کې  "فلسطین آزاد کړئ" شعار ورکړی وو.

/ Reuters

د فرانسې د ټرانسپورټ وزیر فیلیپ تباروټ د سه شنبې په شپه تایید کړه چې دا پېښه د اګست په ۱۱مه د سهار په وخت کې رامنځته شوې وه او د اسرائیلي ال ال هوایي شرکت د عملې د شکایت وروسته یې پلټنه وشوه.

د پلټنې پایلې وښودله چې د پاریس چارلس ډي ګال هوایي ډګر یو کارکوونکي د راډیو له لارې د ال ال عملې سره د خبرو پر مهال "فلسطین آزاد کړئ" شعار ورکړی و.

هغه ټینګار وکړ چې د کارکوونکي څرګندونې د راډیو د اړیکو د اصولو خلاف وې، کوم چې باید یوازې د هوايي ترافیک د خوندیتوب او نظم پورې اړوند مسایلو پورې محدود وي.

هغه زیاته کړه: "هغه تر بلې خبرتیا پورې له خپلو دندو څخه منع شوی دی.  انضباطي پروسه سمدستي پیل شوې ده."