نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي خپل باوري سلاکار یرماک له دندې ګوښه کړ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خپل نږدې سلاکار او لوړپوړی مذاکره کوونکی، اندري یرماک، وروسته له هغه له دندې ګوښه کړ چې پلټونکو د ۱۰۰ میلیونه ډالرو رشوت په یوه قضیه کې د هغه پر کور چاپه ووهله.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي خپل باوري سلاکار یرماک له دندې ګوښه کړ
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي خپل باوري سلاکار یرماک له دندې ګوښه کړ / AP

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي خپل باوري سلاکار یرماک له دندې ګوښه کړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي خپل نږدې سلاکار او لوړپوړی مذاکره کوونکی، اندري یرماک، وروسته له هغه له دندې ګوښه کړ چې پلټونکو د ۱۰۰ میلیونه ډالرو رشوت په یوه قضیه کې د هغه پر کور چاپه ووهله.

د یرماک لرې کول زیلینسکي ته یو سخت ګوزار دی، چې په ختیځ کې د روسیې له مخ پر زیاتېدونکو بریدونو سره مخ دی. د بله د خپل مهم متحد امریکا، د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه ناڅاپي طرحې سره مخ دی دی  چې تر ډېره د مسکو په ګټه ده.

د ویلو ده چې د زیلینسکي پر باور سلاکار یرماک  د انرژۍ په ستراتیژیک سکتور کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو رشوت په یوه قضیه کې د ښکېلتیا تور لګول شوی، چې پلټونکو د دې میاشتې په پیل کې افشا کړه.

دې قضیې په داسې وخت کې د خلکو پراخ غبرګون راوپاراوه چې روسیه د اوکراین د برېښنا پر شبکې سخت بریدونه کوي، چې د برېښنا د پرچوۍ او په ژمي کې د تودوخې د نشتون ګواښونه رامنځته کوي.

د دې رسوایۍ په وړاندې، زیلینسکي د جمعې په ورځ هڅه وکړه چې خلک یووالي ته راوبولي.

هغه په خپله وینا کې وویل: "که موږ خپل یووالی له لاسه ورکړو، موږ د هرڅه له لاسه ورکولو له خطر سره مخ یو: خپل ځان، اوکراین او خپله راتلونکې."

د اوکراین ولسمشر وویل چې د شنبې په ورځ به د یوه ځای ناستي په اړه مشورې وکړي.

یرماک د زیلینسکي ترټولو مهم متحد و، خو په کییف کې یوه جنجالي څېره وه، چې مخالفین یې وايي هغه ډېر واک راټول کړی او په بې رحمۍ سره انتقادي غږونه څنډې ته کوي.

هغه په پراخه کچه په هېواد کې دوهم تر ټولو با نفوذه شخص ګڼل کېده او حتی کله ناکله ورته د "مرستیال ولسمشر" لقب هم ورکول کېده.

دواړه کسان تقریباً په ټولو ولسمشریزو مراسمو کې په رسمي عکسونو کې یوځای لیدل کېږي. د رسنیو د راپورونو له مخې، د ولسمشرۍ دفتر تر ځمکې لاندې پناه ځای (بونکر) کې د دوی بسترونه څنګ په څنګ دي، او په فارغ وخت کې دوی د میز ټېنس کوي، فلمونه ګوري یا ورزش کوي.

یوه پخواني لوړپوړي چارواکي چې له زیلینسکي او یرماک سره یې کار کړی، فرانس پریس ته ویلي: "یرماک وفادارو کسانو پرته بل هیچا ته اجازه نه ورکوي چې زیلینسکي ته نږدې شي،" او هغه یې "ډېر شکمن" شخص وباله.

هغوی زیاته کړه: "هغه په ​​یقین سره هڅه کوي چې نږدې په هره پرېکړه اغېز ولري." د زیلینسکي په ګوند کې یوې لوړپوړې سرچینې ویلي چې پر ولسمشر د یرماک نفوذ "د هیپنوټیزم په څېر" و.

خو هغه په ​​ټولنه کې ډېر نامحبوب دی – د رازمکوف سنټر (یوه نادولتي موسسه) د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې د یوې نظرپوښتنې له مخې، د نفوس دوه پر درېیمه برخه پر هغه باور نه لري.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د پوځ وزیر ډان ډریسکول په راتلونکو ورځو کې کییف ته سفر وکړي ترڅو د جګړې د پای ته رسولو پر وروستۍ طرحې خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازی سټیو ویټکوف په راتلونکې اوونۍ کې مسکو ته سفر کوي ترڅو له ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

 

وپلټۍ
د اسرائیلو پوځ د سوریې په قنیطره ولایت کې دوه کسان ونیول
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.