تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو سازمان او عرب لیګ په فوق العاده غونډه کې وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان : "د دفاعي صنعت په اړه) موږ چمتو یو چې خپلې وړتیاوې له خپلو وروڼو سره شریکې کړو. زه فکر کوم چې د راتلونکو لسیزو د ګټلو لپاره باید خپله همکاري نوره هم پیاوړې کړو."
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو سازمان او عرب لیګ په فوق العاده غونډه کې وینا وکړه.
اردوغان قطر / TRT

ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي همکاریو سازمان او عرب لیګ په فوق العاده غونډه کې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل، "(په قطر کې د حماس پر مذاکراتي پلاوي د اسرائیل) وروستي برید د اسرائیل ډاړه ماري او ځناورتوب یوې نوې کچې ته رسولی دی."

ولسمشر اردوغان وویل چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې د قتل عام د پیلولو نه وروسته د اسلامي همکاریو سازمان فوق العاده غونډې وکړې او په هره غونډه کې مونږ په ټینګار سره نړۍ ته اعلان وکړ چې  د اسرائیلو مخ په زیاتیدونکې بریدګرۍ جنایتونو یوازې د سیمې نه بلکې د ټولې نړۍ امنیت او ثبات د ګواښ سره مخامخ کړی دی .

مونږ کراتو دا خبره وکړه او ښکاره مو کړه چې دې ترهګر ذهنیت د نړۍ سوله د جدي ګواښ سره مخامخ کړې ده.

اسرائیل د فسطین نه وروسته لبنان، یمن، لبنان او سوریې بریدونه وکړل. د تونس په سواحلو کې پر ملکي کښتیو بریدونه وکړل او په منتخبو استازو ترهګریز بریدونه وکړل.

اوس يي په منځګړي هیواد قطر باندې برید وکړ. د اسرائیل وروستي برید ددې ترهګر دولت ډاړه ماري او ځناورتوب یوې بلې کچې ته رسولی دی.

اردوغان وویل: "زه په دې ټینګار کوم چې د نړۍ عامه افکار باید زموږ دا غونډه له قطر څخه د اسلامي نړۍ د بې قید او شرطه ملاتړ د یوې څرګندونې په توګه وګوري. همداشان غواړم چې زمونږ د ننۍ غونډې پریکړې په لیکلې بڼه هم نړۍ ته اعلان کړو.  د تورکیې په توګه، زه یو ځل بیا ټینګار کوم چې موږ تل د خپل دوست، ورور او متحد هیواد قطر ترڅنګ ولاړ یو."

ولسمشر اردوغان وویل چې د نتنیاهو د حکومت اصلي هدف او موخه د یو پلو نه په فلسطین کې قتل عام ته دوام ورکول او بلې خوا پرته د کوم توپیر نه د ټولې سیمې استقرار او سولې له منځه وړل دي.

ولسمشر اردوغان وویل: "(اسرائیل) موږ له یوه داسې ترهګریز ذهنیت او د هغه له مجسمې بڼې یعنې یوه دولت سره مخ یو چې له ګډوډۍ او وینو څخه تغذیه کیږي. دا یو نه انکارېدونکی حقیقت دی چې د نتنیاهو د حکومت موخه په فلسطین کې د عام وژنې او نسل وژنې د دوام ترڅنګ، د سیمې بې ثباته کول دي."

اردوغان زیاته کړه:

د نړۍوالو حقوقو د خپو لاندې کوونکي دا ذهنیت د ملګروملتونو او نړۍوالې ټولنې لخوا د نه مجازات کولو نه جسارت اخلي. بعضې تش په نامه اسرائیلي سیاستوال د لوی اسرائیل هدف وخت نا وخته ذکر کوي. د اسرائیلو لخوا د ګاونډیو هیوادونو پر ارضي تمامیت بریدونه په اصل کې ددې هدف ښکاره او ژوندی مثال دی.

"اسلامي نړۍ د الله (ج) په مرسته دا هوډ او وړتیا لري چې د اسرائیل دا پراختیا غوښتونکي عزایم شنډ کړي.

د اسرائیلو دې کړنو په اصل کې هغه هیوادونه چې پرته د کوم قید او شرط له اسرائیل څخه ملاتړ کوي هم دیته مجبور کړي دي چې غبرګون وښايي. ددوې دې کړنو د هغوې پر اوږو بار هم ډیر دروند کړی دی .

همداشان د بعضو هیوادونو لخوا فلسطین دولت د په رسمیت پیژندو د نیت اعلانول یو ناوخته شوی خو ډیر مثبت ګام دی. خو که چیرې ددې ګامونو ترڅنګ پر اسرائیل قوي بندیزونه ونه لګول شي ، دا ډول اقدامات به هم کومه ګټه ونکړي.

موږ باید خپلې ډیپلوماټیکې هڅې پر اسرائیل د بندیزونو د زیاتولو لپاره ګړندۍ کړو. اسرائیلي چارواکي نړۍوالو محکمو ته راښکدولو په برخه کې باید نړۍوال حقوقو میکانیزمونو نه کار واخیستل شي. زه باور لرم چې اسرائیل باید له اقتصادي پلوه هم تر فشار لاندې راوستل شي."

تر کومه چې پر اسرائیل ډیر قوي بندیزونه وضع نشي او دا هیواد په واقعي ډول منزوي نشي ، دوې به د اشغال ، جګړې او وژنو نه لاس وانخلي.

ولسمشر اردوغان وویل: "(د دفاعي صنعت په اړه) موږ چمتو یو چې خپلې وړتیاوې له خپلو وروڼو سره شریکې کړو. زه فکر کوم چې د راتلونکو لسیزو د ګټلو لپاره باید خپله همکاري نوره هم پیاوړې کړو."

اردوغان وویل: "موږ به د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ، د یوه داسې خپلواک فلسطیني دولت تر رامنځته کېدو پورې چې ځمکنۍ بشپړتیا ولري او پلازمېنه یې ختیځ قدس وي، خپلې مبارزې ته په کلک هوډ دوام ورکړو."

 

وپلټۍ
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ