اروپايي ټولنه پلان لري چې له اوربند وروسته غزې لپاره ۳۰۰۰ فلسطیني پولیس افسران وروزي
د اروپايي ټولنې یو چارواکی وايي چې دا ټولنه به د فلسطیني پولیسو د روزنې وړاندیز وکړي، چې دا په سیمه کې د اوږدمهاله امنیت د بیا ټینګښت د هڅو یوه برخه ده.
اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ وویل، غواړي په غزه کې تر ۳۰۰۰ پورې فلسطیني پولیس افسران د هغه پروګرام له مخې وروزي چې له وړاندې یې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې پرمخ وړي.
یوه اروپايي چارواکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم له ښودلو ډډه وکړه، وویل، که اوسنی اوربند دوام ومومي، نو "په غزه کې به د یوه مهم پولیسي ځواک په مرسته د ثبات راوستلو ته اړتیا وي".
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د امریکا د یو پرېکړه لیک په ګټه رایه ورکړه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې پلان ملاتړ کوي – کوم چې د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې د اسرائیلو او د فلسطین د مقاومت ډلې حماس ترمنځ د یوه نازک اوربند د دوام لامل شوی دی.
د سولې په دې پلان کې د یوه نړیوال ځواک د جوړولو اجازه ورکړل شوې چې له اسرائیلو او مصر سره به کار وکړي او نوي روزل شوي فلسطیني پولیس به د پولې د سیمو په خوندي کولو او له غزې څخه د وسلو په لرې کولو کې مرسته وکړي.
اروپايي ټولنې د غزې په دوه کلنه جګړه کې د نفوذ په برخه کې له ستونزو سره مخ وه، ځکه چې د دې ټولنې غړي د تل ابیب د ملاتړو او فلسطینیانو ته د نږدې هېوادونو ترمنځ وېشلي دي.
د سیمې په سیاست کې د خپل رول د بیا ترلاسه کولو په هیله، اروپايي ټولنه به د هغو فلسطیني پولیسو د روزنې وړاندیز وکړي چې له حماس سره تړاو نه لري – دا په سیمه کې د اوږدمهاله امنیت د بیا ټینګښت د هڅو یوه برخه ده.
د فلسطیني ادارې اصلاحات
دغه چارواکي وویل، په غزه کې شاوخوا ۷۰۰۰ پولیس اوس هم د فلسطیني ادارې له خوا معاش اخلي، چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې حکومت کوي. هغه زیاته کړه، ډېری یې تقاعد شوي او یا د کار کولو توان نه لري، خو شاوخوا ۳۰۰۰ تنه روزل کېدای شي.
هغه وویل، روزنه به له غزې بهر ترسره شي.
اروپايي ټولنې له ۲۰۰۶ کال راهیسې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د پولیسو د روزنې یو ماموریت تمویل کړی، چې شاوخوا ۱۳ میلیونه یورو (۱۵ میلیونه ډالر) بودیجه لري.
ټاکل شوې ده چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې په خپلو خبرو کې د روزنې پر دې وړاندیز خبرې وکړي. دا ټولنه به په همدې ورځ د فلسطیني مرسته کوونکو یو کنفرانس هم جوړ کړي، چې شاوخوا ۶۰ پلاوي به پکې ګډون ولري، په شمول د عربي هېوادونو – خو اسرائیل به پکې نه وي.
دغه چارواکي وویل، دا کنفرانس به ګډونوالو ته دا زمینه برابره کړي چې د فلسطیني ادارې لخوا د اصلاحاتو په برخه کې د پرمختګ "ارزونه" وکړي.
اروپايي ټولنه د فلسطیني ادارې اصلي مالي ملاتړې ده، خو راتلونکې مرستې یې په اصلاحاتو پورې تړلې دي، کوم چې دا د اسرائیلو او فلسطین د شخړې لپاره د دوه دولتي حل په برخه کې د فلسطیني ادارې د رول لپاره اړین ګڼي، چې اروپا یې له اوږدې مودې راهیسې ملاتړ کوي.












