منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
متحده عربي اماراتو د امریکا او اسرائیلو د جګړې په جریان کې پر ایران پټ بریدونه کړي دي
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، متحده عربي اماراتو د روانې امریکا-اسرائیلو جګړې پر مهال د ایران پر ضد یو لړ پټ بریدونه ترسره کړي دي.
متحده عربي اماراتو د امریکا او اسرائیلو د جګړې په جریان کې پر ایران پټ بریدونه کړي دي
متحده عربي اماراتو د امریکا او اسرائیلو د جګړې په جریان کې پر ایران پټ بریدونه کړي دي / AP

باوري نامعلومو سرچینو وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې یو له دغو اهدافو څخه د ایران په 'لوان' ټاپو کې د تېلو یوه چاڼځای  وو. د دغه راپور له مخې، پر دغې چاڼځای د اپریل په پیل کې برید شوی و؛ دا هغه وخت و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اوربند د اعلان په درشل کې و. دغه برید د یوې لویې اورلګېدنې لامل شو او یاد تاسیسات یې له کاره وغورځول.

ایران په ځواب کې پر متحده عربي اماراتو او کویټ د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه وکړل. یوې سرچینې ویلي چې متحده ایالاتو په پټه په جګړه کې د اماراتو د شمولیت هرکلی کړی دی.

ورځپاڼې زیاته کړې چې ایران د بل هر هېواد (حتی تر اسرائیلو هم ډېر) متحده عربي امارات په نښه کړي دي او پر دغه خلیجي هېواد یې له ۲۸۰۰ څخه ډېر توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.

خلیجي چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې دغو بریدونو د متحده عربي اماراتو اقتصاد ته سخت زیان رسولی، چې له امله یې ګڼ خلک له دندو ایستل شوي یا په جبري رخصتیو لېږل شوي دي. دا حالت د اماراتو په ستراتیژیک لید کې د یو بنسټیز بدلون لامل شوی او اوس ایران ته د یوه داسې "سرکشه لوبغاړي" په سترګه ګوري چې غواړي د دغه هېواد اقتصادي او ټولنیز ماډل، چې پر بهرنیو استعدادونو او ثبات ولاړ دی، له منځه یوسي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په اړه له تبصرې ډډه کړې، خو یوې پخوانۍ بیانیې ته یې اشاره کړې چې پکې ویل شوي ابوظبۍ د متخاصمو اعمالو په وړاندې د ځواب ورکولو حق لري.

د منځني ختیځ شنونکې دینا اسفندیاري وايي: "دا ډېره مهمه ده چې یو عربي خلیجي هېواد د جګړې د یو لوري په توګه پر ایران مستقیم برید کوي. تهران به اوس هڅه وکړي چې د اماراتو او هغو نورو خلیجي هېوادونو ترمنځ درز واچوي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب کوي."

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه