د ایران بندر کې د چاودنې له امله مړینې شمېر ۲۵ ته لوړ شو

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې په دې چاودنه کې، چې د شنبې په ورځ رامنځته شوه، لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان ټپیان شوي دي.

Smoke from the explosion is seen at the Shahid Rajaee port in Bandar Abbas, Iran, April 26, 2025. / Photo: Reuters / Reuters

د ایران په سویل کې د شهید رجایي بندر کې د یوې درندې  چاودنې له امله د مړو شمېر ۲۵ ته لوړ شوی.

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې په دې چاودنه کې، چې د شنبې په ورځ رامنځته شوه، لږ تر لږه ۱۱۳۹ کسان ټپیان شوي دي.

د ایراني چارواکیو په وینا د خالي  په ورځ په ځايي وخت د ۱۲ بجو په شاوخوا کې د شهید رجایي بندر په کانټینر ډاک سیمه کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې وروسته ډیرې سترې چاودنې وشوې.

لومړني راپورونه ښيي چې د چاودنې په سیمه کې د اور اخیستونکو موادو شتون درلود.

د عیني شاهدانو په حواله، کوچنۍ اورلګیدنه  په چټکۍ سره خپره شوه  او د ۴۰ درجې سانتي ګراد تودوخې او د اور اخیستونکو موادو د زیاتوالي له امله چاودنې رامنځته شوه.

دا ستراتیژیک بندر، چې د هرمزګان په جنوبي ولایت کې موقعیت لري، د بندر عباس له بندر څخه شاوخوا ۱۵ کیلومتره (۹.۳ میله) جنوب لویدیځ ته د هرمز تنګي په شمالي ساحل کې پروت دی.