د اروپايي ټولنې او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ تړون "موقتي ثبات" راوړي خو "نامتوازن" دی: د فرانسې وزير

د فرانسې د اروپايي چارو مسئول وزیر بنیامین حداد د دوشنبې په ورځ  د امریکا او اروپایي ټولنې  ترمنځ  شوې د سوداګرۍ موافقې ته په اشارې سره وویل  چې دا به لنډمهاله ثبات راولي، خو "ناانډوله" ده.

فرانسې د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځه د سوداګرۍ د تړون نه لنډمهال ثبات راوستونکي خو د ناانډوله په توګه یادونه وکړه.

د فرانسې د اروپايي چارو مسئول وزیر بنیامین حداد د دوشنبې په ورځ  د امریکا او اروپایي ټولنې  ترمنځ  شوې د سوداګرۍ موافقې ته په اشارې سره وویل  چې دا به لنډمهاله ثبات راولي، خو "ناانډوله" ده.

دغه موافقه د یکشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اروپایي اتحادیې مشرې اورسولا فون دیر لاین ترمنځ په سکاټلینډ کې د مذاکراتو نه وروسته وشوه. د فرانسې د اروپايي چارو مسئول وزیر حداد په "ایکس" کې ولیکل: "دا به لنډمهاله ثبات راولي... خو دا ناانډوله ده."

حداد د دې موافقې ځینې اړخونه وستایل، په ځانګړې توګه هغه برخې چې د فرانسې اقتصاد لپاره کلیدي صنعتونه له استثناوو څخه برخمن کوي، او دا چې موافقه د اروپایي مقرراتو په ځای پاتې کېدو ته اجازه ورکوي، لکه د ډیجیټل ټکنالوژۍ او روغتیا په برخو کې.

خو هغه زیاته کړه: "راځئ چې واضح ووایو: اوسنی وضعیت د منلو وړ نه دی او دوام نشي کولی." هغه وویل چې امریکا "اقتصادي فشار غوره کړی او د نړیوال سوداګرۍ سازمان (WTO) اصول يي له پامه غورځولي دي.

هغه خبرداری ورکړ: "موږ باید ژر تر ژره اړینې پایلې ترلاسه کړو، که نه نو د له منځه تللو خطر سره به مخ شو."هغه زیاته کړه: "که اروپایان ویښ نه شي، نو هغه ستونزې چې نور یې تجربه کوي زموږ د خپل زوال په پرتله به ډېرې کوچنۍ ښکاره شي."