تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
په تورکیه کې د بهرنیانو لپاره د استوګنې اجازې یا  (اقامه) کې نوی پړاو پیل شو.
په تورکیه کې د استوګنې غوښتونکو بهرنیانو لپاره نوی مقررات عملي شول. د پانګونې له لارې د استوګنې اجازه ترلاسه کولو شرایط ټاکونکی د ولسمشر حکم په رسمي جریده کې تر خپرېدو وروسته نافذ شو.
په تورکیه کې د بهرنیانو لپاره د استوګنې اجازې یا  (اقامه) کې نوی پړاو پیل شو.
په تورکیه کې د بهرنیانو لپاره د استوګنې اجازې یا  (اقامه) کې نوی پړاو پیل شو. / Anadolu Agency (Wire)

د ۲۰۲۶ کال د نوامبر پر ۱۸مه نېټه په رسمي جریده کې د خپور شوي ۱۱۹۹۴ شمېرې ولسمشریز حکم له مخې، هغو بهرنیو وګړو ته چې په تورکیه کې کار نه کوي، د ټاکلو پانګونې شرایطو د پوره کولو په صورت کې د اوږدمهالې استوګنې د اجازې ورکولو اصول وټاکل شول.

د دې نوې تګلارې له مخې، د پانګونې د اندازې پر بنسټ د استوګنې دوه بېلابېلې مودې په پام کې نیول شوې دي: هغه بهرنیان چې لږ تر لږه ۱۵۰ زره امریکايي ډالره پانګونه وکړي، د ۳ کلنې استوګنې اجازې لپاره، او هغه کسان چې لږ تر لږه ۲۰۰ زره امریکايي ډالره پانګونه وکړي، د ۵ کلنې استوګنې اجازې لپاره غوښتنلیک سپارلی شي.

پانګونې به د امریکايي ډالرو ترڅنګ په نورو بهرنیو اسعارو هم ترسره کېدای شي؛ خو شرط دا دی چې د پانګونې ارزښت باید له ټاکل شوې لږ تر لږه اندازې سره برابر وي.

وپلټۍ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.