پولنډ او جنوبي کوریا د ۳.۸ ملیارد ډالرو په ارزښت د توغندیو د ګډ تولید تړون لاسلیک کړ

پولنډ او سویلي کوریا د نوې دفاعي همکارۍ د چوکاټ لاندې د منځني واټن، دقیق هدایت شوو توغندیو د ګډ تولید لپاره د ۳.۳ میلیارده یورو (۳.۸ میلیارده ډالرو) تړون لاسلیک کړی دی.

By
پولنډ او جنوبي کوریا د ۳.۸ ملیارد ډالرو په ارزښت د توغندیو د ګډ تولید تړون لاسلیک کړ

پولنډ او جنوبي کوریا د ۳.۸ ملیارد ډالرو په ارزښت د توغندیو د ګډ تولید تړون لاسلیک کړ

دا تړون پولنډي انجینرانو ته اجازه ورکوي چې د سویلي کوریا سره د اوږدمهاله دفاعي ملګرتیا لاندې د منځني واټن ویشتونکي توغندي په ګډه تولید کړي چې د ۲۰۳۰ او ۲۰۳۳ کلونو ترمنځ به یې تحویلي پلان شي. 

پولنډ او سویلي کوریا د نوې دفاعي همکارۍ د چوکاټ لاندې د منځني واټن، دقیق هدایت شوو توغندیو د ګډ تولید لپاره د ۳.۳ میلیارده یورو (۳.۸ میلیارده ډالرو) تړون لاسلیک کړی دی.

د پولنډ د ټلوېزیوني شبکې ټي وي پي ورلډ  د راپور له مخې، دا تړون د دوشنبې په ورځ د پولنډ د وسلو ادارې او د سویلي کوریا د هانوا (Hanwha) او د پولنډ د WB ګروپ تر منځ د یوه کنسرسیوم له خوا لاسلیک شو.

چارواکو وویل، دا تړون د پولنډ د هومار-K راکټ لانچر سیستمونو لپاره د CGR-080 ډول له ۱۰ زرو څخه د زیاتو منځني واټن توغندیو د ګډ تولید پوښښ کوي.

د تړون له مخې، د پولنډ–سویلي کوریا یوه ګډه تولیدي فابریکه به د پولنډ په شمال لوېدیځ ښار ګورژوف وییلکوپولسکي کې جوړه شي.

ټاکل شوې ده چې د توغندیو سپارنه د ۲۰۳۰ او ۲۰۳۳ کلونو ترمنځ ترسره شي.

ځان ‌بسیاینه

دغه مهمات به د هومار-K لانچر سیستم کې مدغم شي، چې د سویلي کوریا د K239 چونمو (Chunmoo) څوګونی راکټ لانچر پلیټ فارم ته د پولنډ له خوا تطبیق شوې بڼه ده او پر کورني تولید شوي جیلکز (Jelcz) پوځي لاریو نصبېږي.

د پولنډ د دفاع وزیر ولادیسواف کوشینیاک-کامېش وویل، دا تړون په دفاعي سکتور کې د لا زیاتې ځان ‌بسیاینې پر لور یو مهم ګام دی.

هغه ټینګار وکړ چې د ټکنالوژۍ لېږد، د تولید جوازونه او د کورني تولید وړتیا به پولنډي انجنیرانو ته دا امکان ورکړي چې د پرمختللو پوځي سیستمونو شریک تولیدوونکي شي.

هغه د دولتي خبري اژانس (PAP) په حواله وویل: «د تولید خپلواکي اوس په حقیقت بدلېږي.»

د پولنډ لوړپوړو دفاعي چارواکو او د سویلي کوریا د ولسمشر ځانګړي استازي د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون کړی و.

کوشینیاک-کامېش زیاته کړه چې دواړه لوري غواړي په ګورژوف وییلکوپولسکي کې پلان شوې فابریکه د چونمو راکټي مهماتو لپاره د اروپا د پلور په یوه مرکز بدله کړي، ترڅو د سیمې نورو هېوادونو ته هم عرضه وشي.

دا تړون په وروستیو کلونو کې د پولنډ او سویلي کوریا ترمنځ درېیم لوی دفاعي تړون دی.

د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو د تړونونو له مخې، وارسا شاوخوا ۲۹۰ د هومار-K لانچر ماډلونه، د منځني او اوږده واټن زرګونه دقیق هدایت شوي توغندي اخیستي دي.