نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د بلجیم سمندري ځواکونو د شمالي بحیرې د څارنې لپاره بې پیلوټه الوتکه ځای پر ځای کړه
د بلګا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې بلجیم د شمالي بحیرې  د څارنې لپاره د جولای تر نیمایي پورې یوه بې پیلوټه الوتکه یا ډرون په دنده وګومارله.
د بلجیم سمندري ځواکونو د شمالي بحیرې د څارنې لپاره بې پیلوټه الوتکه ځای پر ځای کړه
د بلجیم سمندري ځواکونو د شمالي بحیرې د څارنې لپاره بې پیلوټه الوتکه ځای پر ځای کړه

دا ډرون به د جولای تر نیمایي پورې د غیرقانوني کب نیونې، ککړتیا، سمندري خوندیتوب او ژغورنې عملیاتو څارنه کوي.

د بلګا خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې بلجیم د شمالي بحیرې  د څارنې لپاره د جولای تر نیمایي پورې یوه بې پیلوټه الوتکه یا ډرون په دنده وګومارله.

د سمندري او ساحلي خدماتو د ادارې غړې، ناتالي بالکین وویل: «د دې ټیکنالوژۍ له برکته موږ کولی شو ډېر په چټکۍ او دقت سره عمل وکړو.»

چارواکو وویل چې دا بې پیلوټه الوتکه به د "لومبارډسیډ" له پوځي اډې څخه فعالیت کوي او په سیمه کې به د سمندري فعالیتونو د څارنې لپاره وکارول شي.

د راپورونو له مخې، دا ډرون به د غیرقانوني کب نیونې، د ناپیژندل شویو کښتیو د موندلو، سمندري ککړتیا، د کډوالو د حرکتونو د څارنې او همدارنګه د لټون او ژغورنې له عملیاتو سره د مرستې لپاره وکارول شي.

د سمندري ژغورنې او همغږۍ مرکز رئیس، ډریس بوډټس WTV" شبکې ته وویل چې دا سیسټم کولی شي د ژغورنې د چارو موثریت زیات کړي، ځکه چې دا اصلي ژغورونکو ډلو ته اجازه ورکوي چې یوازې د ژغورنې پر عملیاتو تمرکز وکړي.

دا ډرون په تېلو چلیږي او کولی شي تر شپږو ساعتونو پورې په هوا کې پاتې شي. دا الوتکه په خرابو هوايي شرایطو کې د الوتنې وړتیا لري او په ژوندۍ بڼه  انځورونه چمتو کولی شي.

بلجیم دا ډرون د اروپا د سمندري خوندیتوب ادارې  څخه په پور اخیستی دی. دا په پرله پسې ډول دریم کال دی چې دا الوتکه کارول کیږي، خو دا لومړی ځل دی چې د بلجیم له خاورې فعالیت کوي. له دې وړاندې به دغه ډرون له فرانسې څخه خپل فعالیت کاوه.

د بلګا د راپور له مخې، تېره اونۍ د فرانسې او هالنډ له ساحلي ساتونکو سره په دې برخه کې ګډ تمرینونه هم ترسره شوي 

 

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.