د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
تر ۱۲۰۰ تنو ډیرو اسرائیلي غاصبینو په الاقصی جومات چاپه واچوله
د بيت المقدس د والي دفتر لخوا خپاره شوي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ربع کې ۱۳,۰۶۴ ناقانونه يهودي مېشتو کسانو په جومات يرغل کړی دی.
تر ۱۲۰۰ تنو ډیرو اسرائیلي غاصبینو په الاقصی جومات چاپه واچوله
The official with the Islamic Endowments Department in Jerusalem said on Tuesday that at least 1,220 illegal settlers had entered the flashpoint site under the protection of Israeli police / AA

 په سلګونو تنو اسرائیلي غاصبینو د مسجد الاقصی جومات چاپه واچوله.

د فلسطين يو چارواکي وویل چې  د يهودي مذهبي اختر "پاس اوور" دريمې ورځې په پلمه په سلګونو تنو ناقانونه اسرائيلي مېشتو کسانو د اشغال شوي ختيځ بيت المقدس په الاقصی جومات چاپه واچوله او په  زور سره ننوتل.  

د بيت المقدس د اسلامي اوقافو د څانګې يو چارواکي د سه شنبې په ورځ وويل چې لږ تر لږه ۱,۲۲۰ ناقانونه مېشتو کسانو د اسرائيلي پوليسو په ملاتړ  سهار راهيسې الاقصی جومات ته ننوتي دي.

عيني شاهدانو وويل چې اسرائیلي غاصبین د الاقصی جومات لويديځې برخې ته د "المغاربه دروازې" له لارې ننوتل.

د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۱,۱۴۹ ناقانونه مېشت کسان الاقصی جومات ته ننوتي وو او د يکشنبې په ورځ ۴۹۴ نورو کسانو د دې اوونۍ اوږد اختر د نمانځلو لپاره دې ځای ته په زور ننوتي وو.

پاس اوور

پاس اوور د بني اسرائيلو د مصر څخه د وتلو يادونه کوي چې د حضرت موسی په وخت کې پېښه شوې وه، او دا د يهودي مذهبي کليزې يو له مهمو اخترونو څخه ګڼل کېږي.

د فلسطين د اوقافو او مذهبي چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېره مياشت چې مسلمانانو د روژې مبارکه مياشت نمانځله، ناقانونه مېشتو کسانو ۲۱ ځله په جومات يرغل کړی و.

د بيت المقدس د والي دفتر لخوا خپاره شوي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ربع کې ۱۳,۰۶۴ ناقانونه يهودي مېشتو کسانو په جومات يرغل کړی دی.

له ۲۰۰۳ کال راهيسې اسرائيل ناقانونه مېشتو کسانو ته اجازه ورکوې چې دې سپیڅلي مکان ته نږدې هره ورځ، پرته له جمعې او شنبې، ننوزي.

الاقصی جومات د مسلمانانو لپاره د نړۍ درېيم مقدس ځای دی. يهودان دې ځای ته "د معبد غونډۍ" وايي، او ادعا کوي چې په لرغونو وختونو کې دلته دوه يهودي معبدونه موجود وو.

اسرائيل په ۱۹۶۷ کال کې د عرب-اسرائيلي جګړې پر مهال ختيځ بيت المقدس اشغال کړ، چېرته چې الاقصی جومات موقعيت لري. په ۱۹۸۰ کال کې يې ټول ښار د ځان برخه اعلان کړ، خو دا اقدام هېڅکله د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت ونه پېژندل شو.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ