د آذربایجان او روسیې ترمنځ په ډیپلوماتیکو اړیکو کې ستونزې مخ په لویدو دي

اذربایجان په روسیه کې د پولیسو په نظارت کې د وژل شوو خپلو دوو تنو وګړو د مړینې پړه پر روسي پولیسو اچولې ده. اذربایجان روسي پولیسو د اذربایجاني وګړو په شکنجه کولو تورن کړ.

/ Reuters

 آذربایجان او روسیې ترمنځه په اړیکو کې ستونزې ، وروسته له هغه  ډیرې شوې چې  په روسیه کې د یکاترینبورګ په ښار کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال نیول شوي دوه تنه  آذربایجاني وګړو په توقیف کې ژوند د لاسه ورکړ.

اذربایجان ددې پيښې نه وروسته د روسیې پولیس د اذربایجاني وګړو په شکنجه کولو تورن کړ او ځینې ګامونه يي اوچت کړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په مسکو کې یې د آذربایجان سفیر، رحمان مصطفی یف، احضار کړی او د باکو د وروستیو "غیر دوستانه" کړنو او "قصدي ګامونو" په اړه یې جدي اعتراض وړاندې کړی چې د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي.

په دې ناسته کې مصطفی یف ته یوه رسمي یادداشت ورکړل شو  او  په باکو کې  د نیول شوو روسیې د  دولتي خبري آژانس سپوتنیک د دوو روسي کارکوونکو د خوشې کولو غوښتنه پکې شوې وه، کوم چې یوه ورځ مخکې نیول شوي وو.

د آذربایجان د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې ددې هیواد پولیسو  د سپوتنیک آذربایجان په دفترونو کې  عملیات ترسره کړي دي. د نیول شویو کسانو په منځ کې د دې دفتر مشر ایګور کارتافیک او مدیر یوجیني بیلوسوف شامل وو.

دا ګام د جمعې په ورځ په یکاترینبورګ کې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوو د اذربایجان دوو تنو وګړو د پولیسو په توقیف کې د ژوند د لاسه ورکولو نه وروسته اوچت شو. باکو د دې پېښې د بشپړې څېړنې او د مسؤلینو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

په ځواب کې، د آذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په باکو کې د روسیې شارژدافیر احضار کړی او د روسي پولیسو  لخوا د آذربایجاني اتباعو د پوښتنو پر مهال د "شکنجې او سپکاوي چلند" په اړه یوه دیپلوماتیکه یادداشت ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ایخان حاجی زاده، وویل چې په یادداشت کې د روسي پولیسو کړنې د قانوني اصولو او نړیوالو پېژندل شوو بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼل شوې ده. هغه زیاته کړه چې آذربایجاني لوري د عملیاتو پر مهال د "توکميز تعصب" په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

حاجی زاده وویل چې یادداشت په آذربایجان کې د دې کړنو له امله د خلکو د سخت منفي غبرګون یادونه کړې او د عاجلې او شفافې څېړنې او د مسؤلو کسانو  د محاکمې غوښتنه کړې ده.

د آذربایجان سفیر هم د دې هېواد دریځ تکرار کړ چې د سپوتنیک آذربایجان دفتر کې د قانون پلي کولو عملیات د کورنیو قوانینو او نړیوالو مکلفیتونو سره سم ترسره شوي دي. د آذربایجان د لوی څارنوالۍ دفتر لخوا په دې اړه جنایي قضیه پرانیستل شوې ده.

حاجی زاده وویل چې په یادداشت کې د آذربایجان په کورنیو چارو کې د مداخلې پر وړاندې خبرداری ورکړل شوی او روسي چارواکي د غیر قانوني کړنو له لارې د دوه اړخیزو اړیکو په خرابولو تورن شوي دي.