منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران ادعا کوي چې امریکایي بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې او نورې الوتکې یې شا تګ ته مجبورې کړې دي
د ایران سپاه پاسداران وايي چې په خلیج کې یې د امریکا یوه MQ-9 بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې او د اوربند د هر ډول سرغړونې په اړه یې د غبرګون خبرداری ورکړی دی. په ورته وخت کې د ایران ستر مذهبي مشر اعلان وکړ چې سیمه به نور د امریکا د پوځي اډو لپاره د ډال
ایران ادعا کوي چې امریکایي بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې او نورې الوتکې یې شا تګ ته مجبورې کړې دي
ایران ادعا کوي چې امریکایي بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې او نورې الوتکې یې شا تګ ته مجبورې کړې دي


د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د سه شنبې په ورځ وویل چې هغوی د امریکا یوه MQ-9 بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده. هغوی ادعا وکړه چې یوه RQ- 4 بې پیلوټه الوتکه او یوه F-35 جنګي الوتکه هم د ایران هوايي حریم ته ننوتې وې خو بیرته شا تګ ته مجبورې شوې.

سپاه پاسداران د ایران د دولتي خبري اژانس "ایرنا" لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه الوتکې د خلیج په سیمه کې د ایران هوايي حریم ته داخلې شوې وې. یاد ځواک دا هم ویلي چې هغوی "د تېري کونکي امریکایي پوځ لخوا د اوربند هر ډول سرغړونې ته د ځواب ویلو" حق د ځان لپاره خوندي ساتي.

تر دې وړاندې د سه شنبې په ورځ، د ایران نیمه دولتي خبري اژانس "فارس" راپور ورکړی و چې امریکايي او اسرائیلي الوتکو د هرمز تنګي ته نږدې د لارک ټاپو په سویل کې پر ایراني کښتیو بریدونه کړي چې له امله یې "څو تنه ایراني اتباع" وژل شوي دي. دا ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

دا پرمختګونه د پاکستان په مشرۍ د هغو منځګړیتوب هڅو په ترڅ کې کېږي چې هدف یې د روانې جګړې پای ته رسول دي. دا جګړه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پیل شوې وه. د اپریل په ۸مه یو اوربند وشو چې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د نامعلوم وخت لپاره وغځول شو.

د ایران ستر مذهبي مشر: سیمه به نور د امریکایي اډو لپاره د ډال په توګه کار ونه کړي

په همدې حال کې، د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي د سه شنبې په ورځ په یوه لیکلي بیان کې چې دولتي تلویزیون خپور کړ، وویل چې د سیمې هېوادونه به نور د امریکا د اډو لپاره د سپر (ډال) رول ونه لوبوي.

مجتبی خامنه يي چې د تېر مارچ میاشتې راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی، د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي: "په دې اړه څه چې یقیني دي هغه دا دي چې د وخت لاسونه به شاته نه ګرځي، او د سیمې ملتونه او ځمکې به نور د امریکایي اډو لپاره د سپر په توګه خدمت ونه کړي."

هغه زیاته کړه چې متحده ایالات نه یوازې دا چې په سیمه کې د بریدونو او پوځي اډو د جوړولو لپاره نور خوندي ځای نه لري، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره له خپل پخواني موقف څخه نور هم لیرې کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تهران او واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې پر ډېرو مسایلو تفاهم ته رسېدلي، خو خبرداری یې ورکړی چې وروستۍ هوکړه لا نږدې نه ده. د دوشنبې په ورځ، د امریکا مرکزي قوماندې  ویلي وو چې ځواکونو یې په سویلي ایران کې د توغندیو پر ځایونو او هغو کښتیو بریدونه کړي چې د ماینونو د ښخولو هڅه یې کوله.

 

وپلټۍ
د اسرائیلو سخت دریځې وزیر بېن ګویر له غزه څخه د ۱.۸ میلیونه فلسطینیانو د ایستلو پلان افشاء شو
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
اسرائیلو د لبنان په سویل تازه هوايي بریدونه کړي دي
ایران د هر ډول اټومي برید په صورت کې د ځوابي برید ګواښ وکړ؛ خلیجي هېوادونو ته يي خبرداری ورکړ
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
ايرانی چارواکی: د هرمز تنګی به تر هغو تړلی وي چې د ايران پر وړاندې ګواښونه پای ته نه وي رسېدلي
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ