سي اېن اېن (CNN) راپور ورکړی چې، یوه امریکايي فدرالي قاضي د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریا د پلان شوي کمان (قوس) د جوړولو چارې په لنډمهاله توګه وځنډولې. دا پرېکړه د پلان جوړونې فدرالي کمیسیون لخوا د پروژې له تایید څخه تر یوه ساعت په کمه موده کې وشوه.
د امریکا د محکمې قاضي تانیا چټکن (Tanya Chutkan) یو ۱۴ ورځنی حکم صادر کړ چې د ټرمپ اداره وړاندیز شوي ځای ته څېرمه د ساختماني چارو له ترسره کولو څخه منع کوي. هغې د دې پرېکړې لامل احتمالي اقتصادي اغیزې او ترافیکي خنډونه یاد کړي دي.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د پلازمینې د پلان جوړونې ملي کمیسیون دغه ۲۵۰ فوټه (۷۶ متره) څلی د ۴ مخالفو رایو په مقابل کې په ۸ موافقو رایو سره تایید کړ.
دغه کمیسیون چې په واشنګټن کې د معمارۍ او ډیزاین بدلونونه څاري، له ۸ ساعتونو څخه زیاته موده د ۱۲۰ څخه د زیاتو ښاریانو خبرې او ویناوې واورېدې، چې په دوی کې هغه پخواني پوځیان هم شامل وو چې د پروژې مخالفت یې کاوه.
دا وړاندیز شوی څلی به د امریکا د پلازمینې د منظرې د بدلون لپاره د ټرمپ د پراخو هڅو د یوې برخې په توګه د پوټومیک سیند (Potomac River) او ارلینګټن ملي هدیرې ته څېرمه جوړ شي.
ټرمپ ویلي چې دا کمان به د هیواد ۲۵۰مه کلیزه ونمانځي، د امریکا پوځ ته به درناوی وکړي او د سیلانیانو د راجلبولو د یوه مهم مرکز په توګه به وکارول شي.
د تاریخي آثارو د ساتنې اندیښنې
خو مخالفینو بیا استدلال کاوه چې دغه پروژه د کانګرس له خوا اړینه منظوري نه لري او د لنکن د یادګار او د ارلینګټن د ملي هدیرې په ګډون به د تاریخي ځایونو منظرې او لیدلوري بند کړي.
د ملي پارکونو د خدماتو ادارې یوې ارزونې چې په اګست میاشت کې خپره شوې، ویلي چې دا څلی کولی شي پر ۴۲ تاریخي ځایونو منفي اغیزه وکړي، چې تر ټولو جدي اغیزه به یې هغو شپږو ځایونو ته ورسیږي چې دغه جوړښت ته نږدې دي.
نیوکه کوونکو د حکومت له خوا د تایید چټک بهیر هم وننګاوه، او استدلال یې وکړ چې په دې سره د تاریخي اثارو د ساتنې مهم شرایط له پامه غورځول شوي دي.
د ټرمپ ادارې اشاره کړې وه چې د کمیسیون له تایید وروسته ښايي ساختماني چارې سمدستي پیل شي.
د محکمې دا لنډمهاله حکم د ټرمپ د هغه هدف پر وړاندې یو بل قانوني خنډ رامینځته کوي چې غواړي د ۲۰۲۹ کال په جنورۍ میاشت کې د واک له پرېښودو مخکې دغه څلی بشپړ کړي.




















