نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
په نویو ترلاسه شویو انځورونو کې ویجاړې شوې ودانۍ، وسایط او الوتکې لیدل کېږي، په داسې حال کې چې د پنټاګون د پلټنې څانګه اټکل کوي چې د تجهیزاتو زیان ښایی ۳.۷ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
امریکايي سرتیري

د سي بي اس نیوز د سه شنبې د ورځې د راپور او نویو عکسونو له مخې، په ټول منځني ختیځ کې د ایران د توغندویو او بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو د ودانیو، وسایطو او پوځي الوتکو په ګډون د امریکا پوځي اډو ته درانه او پراخ زیانونه اړولي دي.

هغو امريکايي سرتېرو چې د پوځي رسنیزو محدودیتونو له امله یې د نوم نه ښودلو پر شرط سي بي اس نیوز  ته دا انځورونه سپارلي، په سیمه کې د امریکا په بېلابېلو اډو کې رامنځته شوي ویجاړۍ ښودلې دي.

په سیمه کې یوه مؤظف سرتېري دغې شبکې ته وویل: «دا زموږ په اډو کې رامنځته شوی خورا دروند زیان دی چې له امریکایي ولس څخه پټ ساتل شوی. موږ په تړولو سترګو هلته ولاړ یو او پر مخ ضربې خورو.»

په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان له هوایي اډې  څخه اخیستل شوي یو عکس چې د ان بي سي شبکې لاسته ورغلی دی پکې لیدل کیږي چې  د بوئینګ E-3 سینټري الوتکې شاتنۍ برخې دروند زیان ښیي. په عکس کې لیدل کېږي چې د الوتکې لکۍ له سوځېدلي تنې څخه جلا شوې ده.

له دغې اډې څخه په نورو انځورونو کې د درنو زیانمنو شویو ودانیو او بارکونو تر څنګ هغه کانکریټي «T-دیوالونه» هم لیدل کېږي چې اصلًا د لاسي بمونو او هاوان مرمیو د بریدونو پر وړاندې د ساتنې لپاره درول شوي وو.

«موږ یوازې ننداره کوو»

د راپور له مخې، په کویټ کې له کامپ بیورینګ اډې څخه راغلي انځورونه — چې د امریکایي ځواکونو د زغره والو وسایطو او یو شمېر هوایي الوتکو مهم تمرکز ځای دی — هم پراخې ویجاړۍ رابرسېره کوي.

دا انځورونه په داسې حال کې بربنډېږي چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) عمومي مفتش یو راپور خپور کړی او په‌کې یې اټکل کړی چې له ایران سره د تاوتریخوالي پر مهال د شاوخوا ۶۰ الوتکو په ګډون د پوځي تجهیزاتو د ضایعاتو او زیانونو کچه ۳.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلی شي.

کانګرس ته په وړاندې شوي دغه الزامي راپور کې عمومي مفتش یادونه کړې چې د امریکا مرکزي قومانداني  په کویټ، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، عمان او اردن کې د امریکا پر اډو د ایران بریدونه ثبت او راپور کړي دي.

پنټاګون د تبصرې لپاره د CBS News غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

یاد شوي سرتېري د هغې حملې په غبرګون کې چې د مارچ پر ۱مه د کویټ پر شعیبه  بندر وشوه او د شپږو امریکایي سرتېرو د مړینې لامل شوه، د دفاع وزیر پیټ هیګسیت پاروونکې اصطلاح ته په اشارې سره وویل: «دا یوازې شاته پاتې شوي ناڅیزه نفوذي عناصر نه دي.»

نوموړي سرتېري زیاته کړه: «موږ د دغو اډو دفاع نه کوو؛ موږ یوازې د هغوی د ویجاړېدو او ړنګېدو ننداره کوو.»

 

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي