منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د سوریې امنیتي کاروان د YPG تر اشغال لاندې حسکه ښار مرکز ته داخل شو
د سوریې د حکومت او YPG ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، تمه کېږي چې په حسکه ښار او قامشلي ولسوالۍ کې ټول امنیتي مسوولیتونه او دولتي ادارې چې اوسمهال د دې ډلې تر کنټرول لاندې دي، د سوریې مرکزي ادارې ته وسپارل شي.
د سوریې امنیتي کاروان د YPG تر اشغال لاندې حسکه ښار مرکز ته داخل شو
د سوریې امنیتي کاروان د YPG تر اشغال لاندې حسکه ښار مرکز ته داخل شو / Reuters

د سوریې د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت اړوند یو کاروان د حسکه ولایت مرکز ته داخل شو. دا ګام د سوریې د حکومت او د YPG سازمان ترمنځ د شوې هوکړې یوه برخه ده.

د دې هوکړې د پلي کولو لپاره، یو کاروان چې اته زغره وال ګاډي، ګڼ شمېر پیک‌اپ موټر، یو امبولانس او د ګرځنده مخابراتي واحد یو موټر پکې شامل وو، د ښار د مرکز په لور حرکت وکړ؛ هغه سیمه چې د YPG تر ولکې لاندې وه.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، د حسکه د داخلي امنیت قومندان، بریدجنرال مروان العلي امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې ښار ته داخل شي. العلي ټینګار وکړ چې امنیتي دندې باید له ټاکل شوي پلان سره سمې ترسره شي، قوانین مراعات شي، عامه نظم خوندي وساتل شي او د خلکو د سر او مال امنیت تضمین شي.

د سوریې د حکومت او YPG ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، تمه کېږي چې په حسکه ښار او قامشلي ولسوالۍ کې ټول امنیتي مسوولیتونه او دولتي ادارې چې اوسمهال د دې ډلې تر کنټرول لاندې دي، د سوریې مرکزي ادارې ته وسپارل شي.

په سوریه کې وروستي بدلونونه

د جنوري په ۳۰مه اعلان شو چې د دمشق او YPG ترمنځ د اوربند او پراخ ادغام د هوکړې له مخې به امنیتي ځواکونه حسکه ته ننوځي. په دې هوکړه کې د مرکزي حسکه د عامه ادارو یوځای کول شامل دي او اوسني کارکوونکي به د دولت په رسمي معاش اخیستونکو کې شامل شي.

تر اوسه په حسکه کې د دې ځواکونو د کره ماموریت یا د پاتې کېدو د مودې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي. د سوریې پوځ د جنوري په ۱۶مه د فرات سیند په لویدیځو سیمو کې د SDF پر ضد عملیات پیل کړل، چې وروسته د قومي ځواکونو په ملاتړ د سیند ختیځو سیمو ته هم وغځېدل او ډېرې سیمې بېرته د حکومت لاس ته ورغلې.

 

وپلټۍ
د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې د ناټو په سرمشریزه کې د تورکیې د ولسمشر اردوغان په خاطر ګډون کوي.
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر: د اسرائیلو له پاروونکو اقداماتو سره سره به په سیمه کې سوله بریا ومومي
قطر: د ایران د بیارغونې لپاره وړاندیز شوی ۳۰۰ ملیارده ډالري فنډ لاهم یو "لوړ هدف" دی
په ۲۰۲۵ کال کې تورکیې ته د راغلو کډوالو شمېر د تیر کال په پرتله ۲۵.۲ سلنه زیات شوی دی
ملګري ملتونه: په غزه کې نږدې ۱.۷ میلیونه بې ځایه شوي فلسطینیان له ناورین سره مخ دي
ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې ازادې شوې پیسې باید پر امریکايي توکو مصرف شي
مارکو روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړ؛ خلیجي متحدین د ایران په اړه د لازمو ځوابونو په تمه دي
روسیه وايي تېره شپه یې د اوکراین ۳۲۳ ډرون الوتکې نسکورې کړې دي
د امریکا سنا مجلس د جګړې د واکونو پریکړه لیک تصویب کړ
ملګرو ملتونو څېړنه:ماشومانو په قصدي ډول په نښه کول په غزه کې د اسرائیلو د روانې نسل وژنې یوه برخه ده
ولسمشر اردوغان د  پزشکیان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمه ییزې سولې لپاره د مرستې ژمنه وکړه
د اوکراین لخوا د روسیې په ورونژ ښار په توغندیز برید کې ۵ کسان وژل شوي دي.
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د کاناډا په مونټریال کې په ډزو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي