سیاست
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وایي چې اسرائیل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند په شرایطو په توافق رسیدلي دي
د امریکا ولسمشر : "اسرائیل د ۶۰ ورځو اوربند  لپاره اړینو شرایطو سره موافقه کړې، په دې موده کې به موږ د جګړې د ختمولو لپاره له ټولو اړخونو سره کار وکړو،".
ټرمپ وایي چې اسرائیل په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند په شرایطو په توافق رسیدلي دي
/ AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اسرائیل د قطر او مصر په منځګړیتوب په غزه کې د ۶۰ ورځني اوربند په اړه په شرایطو موافقه کړې ده .

ټرمپ د سه شنبې په ورځ په خپل ټروت سوشل پلیټ فارم کې ولیکل  چې د هغه استازو د اسرائیلي چارواکو سره "یو اوږد او ګټور مجلس" کړی.

"اسرائیل د ۶۰ ورځو اوربند  لپاره اړینو شرایطو سره موافقه کړې، په دې موده کې به موږ د جګړې د ختمولو لپاره له ټولو اړخونو سره کار وکړو،".

هغه زیاته کړه چې وروستۍ وړاندیز به اوس د منځګړو له لارې حماس ته وړاندې شي.

"زه هیله لرم چې د منځني ختیځ د خیر لپاره، حماس دا تړون ومني، که چیرې حماس دا تړون رد کړي دا به د هغوې لپاره ښه نوي.

ټرمپ مخکې خبریالانو ته وویل چې هیله لري اوربند به "راتلونکې اونۍ کې" ترسره شي.

هغه دا هم تایید کړه چې دی به د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په واشنګټن ډي سي کې وګوري، چیرې چې دواړه د غزې او ایران په اړه خبرې وکړي.

"هغه دلته راځي. موږ به د ډیرو شیانو په اړه خبرې وکړو،"

"موږ به د ایران په اړه د خپلو لویو بریاوو په اړه خبرې وکړو... موږ به د غزې په اړه هم خبرې وکړو."

په غزه کې د اسرائیلو لخوا روانه نسل وژنه

اسرائیل د اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې په غزه کې نسل وژنه ترسره کوي.

فلسطیني مقاماتو ویلي دي چې تر اوسه پورې  د ۵۶,۶۰۰ څخه د زیاتو فلسطینیانو وژنې ثبت شوي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وافا) په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړ شویو کورونو لاندې ښخ شوي دي.

خو کارپوهان وايي چې د مړو اصلي شمېره د غزې چارواکو د راپورونو څخه ډېره لوړه ده، او اټکل کوي چې دا شمېره شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ تنه وي.

واشنګټن هر کال خپل اوږدمهاله ملګري اسرائیل ته ۳.۸ میلیارده ډالر پوځي مرسته ورکوي.

د اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې، امریکا د اسرائیل د غزې نسل وژنې او په ګاونډیو هیوادونو کې جګړو ملاتړ لپاره له ۲۲ میلیارده ډالرو څخه زیات لګولي دي.

سره له دې چې د امریکا لوړپوړو چارواکو په غزه کې د ملکي کسانو د لوړې مرګ ژوبلې په اړه په اسرائیل نیوکه کړې، واشنګټن تر اوسه د وسلو د انتقال په اړه د کومو شرطونو د لګولو غوښتنې رد کړې دي.

وپلټۍ
پوتین او ټرمپ د یونیم ساعت لپاره ټلیفوني خبرې وکړې
امریکا او ایران د جګړې پر پای ته رسولو هوکړه وکړه؛ خو ایا کوم لوری ګټونکی دی؟
په داسې حال کې چې زیلینسکي د سولې تړون لپاره له ټرمپ سره خبرې کوي روسیې پر کییف بریدونه وکړل
د مهمو خبرونو غور چاڼ
زېلینسکي له پوتین څخه په یوه بې طرفه هېواد کې د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه
ټرمپ وايي د ایران لخوا زمونږ پر سرتیرو د مرګوني برید د نه کولو په صورت کې به اوربند دوام وکړي
ټرمپ: د ایران ستر رهبر د جګړې د پای ته رسولو په خبرو کې ښکېل دی
ټرمپ پنځه ځله نتنیاهو غندلی خو وروسته څه پېښ شوي؟
چین او برازیل ژمنه وکړه چې په ګډه به د بهرنیو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي
کیوبا وايي چې پدې هیواد د امریکا د پوځي تیري خطر په ډیرې چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی.
د مونیخ امنیتي کنفرانس مشر: په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې باید د تورکیې ګټې په پام کې ونیول شي
سټارمر د انګلستان په محلي ټاکنو کې د کارګر ګوند له ماتې وروسته له استعفا کولو ډډه وکړه
ټرمپ: له ایران سره په خبرو کې 'ډېر ښه' پرمختګ شوی او ادعا کوي چې هوکړه نږدې ده
شمالي کوریا له خپل اساسي قانون څخه له جنوبي کوریا سره د یوځای کېدو یادونې لرې کړې
سپینه ماڼۍ د ایران سره د حساسې کچې خبرو اترو لپاره د خالي په ورځ کوشنر او ویټکوف پاکستان ته استوي
ایران له امریکا سره د خبرو اترو لپاره پاکستان ته د کوم پلاوي لېږل رد کړل
بلجیم د اروپايي ټولنې نه د اسرائیل پر خلاف د سختو اقداماتو او بندیزونو غوښتنه وکړه
لاوروف : روسیه په استانبول کې د اوکراین سره د خبرو امکان ته مثبت نظر لري
د ایران او امریکا ترمنځه د احتمالي مخامخ مذاکراتو د بل پړاو په اړه بحثونه روان دي
امریکايي رسنۍ : ټرمپ پر ایران د تازه پوځي بریدونو پر غوراوي فکر کوي