منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
په غزه کې له یوې ودانۍ څخه، د دوو کورنیو ۹۹ مړي راوویستل شول
د فلسطین د خبري اژانس "وفا"  د راپور له مخې، د پلټنې او ژغورنې ډلو د ښار په سویل کې د "صبره" په سیمه کې د هغې ودانۍ د کنډوالو پاکولو چارې ترسره کړې چې د اسرائیلو په برید کې ویجاړه شوې وه.
په غزه کې له یوې ودانۍ څخه، د دوو کورنیو ۹۹ مړي راوویستل شول
غزه

د غزې تړانګې په سویل کې د "صبره" په سیمه کې د ابو شرعیه او الحساینه د کورنیو د ودانۍ له کنډوالو څخه د دغو دوو کورنیو ۹۹ مړي راویستل شول.
د فلسطین د خبري اژانس "وفا"  د راپور له مخې، د پلټنې او ژغورنې ډلو د ښار په سویل کې د "صبره" په سیمه کې د هغې ودانۍ د کنډوالو پاکولو چارې ترسره کړې چې د اسرائیلو په برید کې ویجاړه شوې وه.

پر دغې ودانۍ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۵ کال د جون د اوومې نېټې ترمنځ د اسرائیلو د جنګي الوتکو لخوا بریدونه شوي وو، لسګونه کسان پکې وژل شوي وو چې ډېری یې تر کنډوالو لاندې پاتې وو. په ترسره شوو عملیاتو کې د ۹۹ کسانو مړي وموندل شول.

د ژغورنې ډلو تخنیکي ستونزو او د عملیاتو په ترڅ کې شته ننګونو ته په اشارې سره وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ویجاړو شوو ودانیو تر خاورو لاندې لا هم د زرګونو کسانو مړي ورک دي.

په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو له امله له ۵۰ څخه تر ۶۸ میلیونو ټنو پورې کنډوالې او ویجاړۍ رامنځته شوې دي، او نږدې ۸۵۰۰ مړي لا هم تر دغو ویجاړیو لاندې راویستلو ته په تمه دي.

که څه هم د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د میاشتې د اوربند د هوکړې په لومړي پړاو کې سیمې ته د درنو ماشینونو د ننوتلو وړاندوینه شوې وه، خو اسرائیل د پولو په تړلو سره ښار ته د اړینو مرستو او وسایلو د رسولو اجازه نه ورکوي.

د مدني دفاع ډلې چې په اوسنیو شرایطو کې په سیمه کې یوازې په یوه ماشین سره د پلټنې چارې مخته وړي، ټینګار کوي که چېرې نړیواله ټولنه د اړتیا وړ تجهیزاتو ملاتړ وکړي، نو دا بهیر چې کلونه وخت نیسي، شاوخوا په ۳ میاشتو کې بشپړېدلی شي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ