نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
چین پر پاکستان او افغانستان د کړکېچ کمولو او د خبرو اترو غږ وکړ
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند: بېجینګ چمتو دی چې د اسلام اباد او کابل د اړیکو په ښه کولو کې له نړیوالې ټولنې سره خپل "رغنده رول" ته دوام ورکړي.
چین پر پاکستان او افغانستان د کړکېچ کمولو او د خبرو اترو غږ وکړ
چین پر پاکستان او افغانستان د کړکېچ کمولو او د خبرو اترو غږ وکړ / Reuters

چین پر پاکستان او افغانستان د کړکېچ کمولو او د خبرو اترو غږ وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند: بېجینګ چمتو دی چې د اسلام اباد او کابل د اړیکو په ښه کولو کې له نړیوالې ټولنې سره خپل "رغنده رول" ته دوام ورکړي.

 چین د سې شنبې په ورځ پر پاکستان او افغانستان غږ وکړ چې کړکېچ کم کړي او خبرې اترې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکون په بېجینګ کې په یوه منظمه خبري ناسته کې وویل: "پاکستان او افغانستان دواړه د چین دودیز او دوستانه ګاونډیان دي، او دا دواړه هېوادونه د یو بل ګاونډیان دي او تل به وي."

دا څرګندونې د اونۍ په پای کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته شوي، چې د راپورونو له مخې په افغانستان کې لږ تر لږه پنځه کسان په کې وژل شوي دي. خو پر پولو وضعیت ژر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی.

ګو وویل، بېجینګ له دواړو هېوادونو غواړي چې "د خبرو اترو او مشورو له لارې د خپلمنځي اختلافاتو او شخړو هوارولو ته دوام ورکړي، کړکېچ کم کړي، او په ګډه د سیمې سوله او ثبات وساتي."

نوموړي وویل چې چین "چمتو دی" څو له نړیوالې ټولنې سره یوځای د پاکستان او افغانستان د اړیکو په ښه کولو کې خپل "رغنده رول" ته دوام ورکړي.

 

وپلټۍ
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ