منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
اماراتو د ایران د جګړې پر مهال دغه هیواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر نتنیاهو پټ سفر رد کړ
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ایران جګړې پر مهال دې هیواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر یا کوم بل لوړپوړي پوځي چارواکي سفر رد کړی دی او ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ اړیکې د ابراهیم تړون په چوکاټ کې علني دي .
اماراتو د ایران د جګړې پر مهال دغه هیواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر نتنیاهو پټ سفر رد کړ
اماراتو د ایران د جګړې پر مهال دغه هیواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر نتنیاهو پټ سفر رد کړ / Reuters

متحده عربي اماراتو د نتنیاهو د دفتر هغه ادعاء رد کړه چې ګواکې هغه د ایران د جګړې پر مهال په پټه متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د دې هیواد د ولسمشر سره لیدنه کړې ده.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ایران جګړې پر مهال دې هیواد ته د اسرائیل د قاتل لومړي وزیر یا کوم بل لوړپوړي پوځي چارواکي سفر رد کړی دی او ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ اړیکې د ابراهیم تړون په چوکاټ کې علني دي .

دا اعلان یوه ورځ وروسته د هغه کیږي چې تل ابیب متحده عربي اماراتو ته د نتنیاهو د سفر پخلی وکړ.

د  تل ابیب دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هکابي ویلي و چې اسرائیل د ایران سره د جګړې پر مهال متحده عربي اماراتو ته د "اوسپنیزې ګومبزې"  دفاعي سیسټمونه او پرسونل لېږلي وو.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران سره د جګړې پر مهال د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره یوه "پټه" کتنه کړې وه. د نتنیاهو دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د 'زمري د غړمبېدو عملیاتو په ترڅ کې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو متحده عربي اماراتو ته یو پټ سفر وکړ او هلته یې د دغه هېواد له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل."

دا اعلان یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هکابي اعلان وکړ چې اسرائیل د ایران سره د جګړې په لړ کې متحده عربي اماراتو ته خپل د "اوسپنیزې ګومبزې" هوايي دفاعي سیسټمونه او د هغو د چلولو لپاره پرسونل لېږلي وو.

د نتنیاهو دفتر که څه هم د هکابي څرګندونې په مستقیم ډول تایید نه کړې، خو ویې ویل چې دغه سفر "د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکو کې یو تاریخي پرمختګ و."

پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو غبرګون

تهران په دې جګړه کې چې د فبرورۍ په پای کې پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له امله پیل شوې وه، تر بل هر هېواد ډېر متحده عربي امارات په نښه کړل. که څه هم تېره میاشت اوربند نافذ شو، خو له هغه وخت راهیسې متحده عربي اماراتو د ایران له لوري د څو توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونو راپور ورکړی دی.

په تېلو بډایه متحده عربي امارات په سیمه کې د امریکا یو مهم متحد دی او یو له هغو عربي هېوادونو څخه دی چې په ۲۰۲۰ کال کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د "ابراهیم تړون" له لاسلیک وروسته له اسرائیل سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې لري.

 

وپلټۍ
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي