منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
پر نتنیاهو د بمي برید د پلان درلودو پر تور نیول شوې سپین سرې اسرائیلي میرمن خوشې شوه
د اسرائیلو دولتي خبري اژانس کان د خبر له مخې هغه سپین سرې میرمن چې پر نتنیاهو د بمي برید د پلان جوړولو په تور نیول شوې وه ، د ځینو شرطونو او محدودیتونو لاندې خوشې شوه.
پر نتنیاهو د بمي برید د پلان درلودو پر تور نیول شوې سپین سرې اسرائیلي میرمن خوشې شوه
/ User Upload

هغه اسرائیلی مېرمن چې په نتنياهو د بمي برید پلان  درلودو په تور نیول شوې وه  له بند څخه خوشې شوې، خو  هیواد نه پر وتو محدودیت لګول شوی دی.

یاده سپين سرې ښځه چې دوه اوونۍ وړاندې نیول شوې وه، پر هغې تور پوری شوی وو چې د اسرائیلو په  لومړي وزیر د بمي برید پلان درلود. همداشان پولیسو او استخباراتو د دې سپین سرې میرمن نه تحقیقات وکړل.

د اسرائیلو دولتي خبري اژانس کان د خبر له مخې هغه سپین سرې میرمن چې پر نتنیاهو د بمي برید د پلان جوړولو په تور نیول شوې وه ، د ځینو شرطونو او محدودیتونو لاندې خوشې شوه. پر هغې باندې دولتي ودانیو او  په ځانګړې توګه د لومړي وزیر دفتر ته، د نږدې کیدو بندیز لګیدلی دی.

دغه مشکوکه مېرمن، چې هویت یې نه دی افشا شوی، دوه اوونۍ وړاندې د اسرائیل په مرکزي سیمه کې، پر داسې تور چې ګواکې د نتنیاهو پر ضد یې د چاودېدونکي برید ترسره کولو په دسیسه کې د ښکیلتیا  لري په شک ونیول شوه.

له نیول کېدو وروسته، نوموړې د اسرائیلي پولیسو او د کورني امنیت ادارې "شین ‌بېت" له خوا تر پوښتنو لاندې ونیول شوه. چارواکو دا قضیه تر سختو رسنیزو محدودیتونو لاندې ساتلې، خو کان راپور ورکړی چې تمه ده هغه د "جرمي او ترهګرۍ پورې اړوند جرمونو" له امله تر پنجشنبې پورې رسمي تورونو سره مخ شي.

که څه هم د برید د پلان نوعیت او د میرمنې انګیزې روښانه نه دي، چارواکو تایید کړه چې هغې ته امر شوی چې د تحقیقاتو په دوام سره له دولتي دفترونو او نورو حساسو ځایونو څخه لرې پاتې شي.

دا قضیه یوه نادره بیلګه بلل کېږي چې په کې د یوه اوسني اسرائیلي لومړي وزیر پر ضد د کورني برید هڅې ادعا شوې، او دا ټول د هېواد دننه د سختو سیاسي ترینګلتیاوو په فضا کې رامنځته شوي دي.

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي