په ایران د نجونو په ښوونځي د اسرائیل د برید له امله د مړو شمیره ۱۴۸ تنو ته لوړه شوه
د ایراني رسنیو د خبر له مخې د ایران په سویل کې هرمزګان ولایت په میناب ښار کې د نجونو په یو لومړني ښوونځي د اسرائیل په برید کې لږ تر لږه ۱۴۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او نږدې ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د اسرائیل او امریکا لخوا پر ایران د بریدونو په ترڅ کې د نجونو په یو ښوونځي د ترسره شوي برید له امله د مړو شمیره ۱۴۸ تنو ته لوړه شوه.
د ایراني رسنیو د خبر له مخې د ایران په سویل کې هرمزګان ولایت په میناب ښار کې د نجونو په یو لومړني ښوونځي د اسرائیل په برید کې لږ تر لږه ۱۴۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او نږدې ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي پدې پیښه کې وژل شوي ډیری زده کوونکي او ښوونکي دي.
د میناب ښار څارنوال طاهري خبري رسنیو ته ویلي دي چې په میناب ښار کې د نجونو په ښوونځي د جنایتکارانه برید نه وروسته سمدلاسه سیمې ته ورسید.
هغه وویل چې تر اوسه پورې پدې وحشیانه پیښه د مړو شمیر ۱۴۸ تنو ته رسیدلی دی. همداشان ۹۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې ټپیان روغتون ته رسول شوي او تر درملنې لاندې دي. په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.